د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د مهاجرینو یو بل کمپ هم ړنګوي


دې کمپ ته ډیری کسان د کالې د کمپ نه راغلي دي.
دې کمپ ته ډیری کسان د کالې د کمپ نه راغلي دي.

په فرانسې کې چارواکو تیاری نیولی چې د اورګاډي سټیشن سره نږدې د سټالینګارډ په نامه د مهاجرینو دغه کمپ چې تقریباً درې زره کسانو پکې خیمې وهلي دي ړنګ کړي.

اکثره دغه کسان د کالې د کمپ نه دلته راغلي دي چې حکومت تیره اونۍ ړنګ کړ. د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي دي چې د کمپ د ړنګیدو چارې به ښایي چې نن د جمعې په ورځ پیل شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازېنو ویلي دي چې د سټالینګارډ کمپ به په همدې روانې اونۍ کې ړنګ شي. په فرانسې کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چمتووالی روان دی چې د مهاجرینو مسله به پکې ډیره مهمه وه.

د پاریس ښاروالې آن ایدالګو ویلي دي چې د تقریباً زرو مهاجرینو لپاره به دوه موقتي ودانۍ جوړې کړي خو هغې ویلي دي چې د سټالینګارډ د کمپ مهاجر به نورو سیمو ته بوځي.

د نوید په نامه یو افغان مهاجر د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې " زمونږ د پاره د اوسیدو هیڅ ځای نشته."

د سټالینګارډ په کمپ کې اکثره مهاجر او پنا غوښتونکي د افریقایي هیوادونو اتباع دي چې د جګړو او غربت له وجې دیته مجبوره شوي چې خپل کور کلی پریږدي. یو شمیر نور یې بیا د نورو اروپایي هیوادونو نه فرانسې ته پدې نیت راغلي چې ګنې ژوند به یې ښه شي.

XS
SM
MD
LG