د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې پنځه سوه محاربوي عسکر چې نن د کاپیسا د ولایت نه ووتل د فرانسې د جمهور ریس فراسوا هولانډ د هغې ژمنې برخه ده چې ویلي یې و د افغانستان نه به خپل د ځواکونو د ایستلو پروسه چټکوي. د دې نه ورسته به د کاپیسا د ولایت امنیت د افغان ځواکونو لخوا ساتل کیږي.


د افغانستان نه به پاته نړیوال محاربوي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ووځي.

د عسکرو د شمیر له پلوه، فرانسه په پنځمه درجه کې راتله چې په افغانستان کې یې ډیر عسکر درلودل. خو فرانسې ویلي دي چې خپل ۱۵۰۰ عسکر به په افغانستان کې وساتي تر څو فرانسې ته د تجهیزاتو د استولو سره مرسته وکړي او همدراز افغان ځواکونه وروزي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کې د فرانسې ۸۸ عسکر وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG