د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د سخت دریځۍ سره د مبارزې کنفرانس جوړوي


white house
white house

د امریکا د عدلیې وزیر ایریک هولدر په پاریس کې اعلان وکړ چې په راتلونکې میاشت کې به په واشنگټن کې د سخت دریځۍ پر ضد غونډه جوړه شي.

سپېنې ماڼۍ د ښاغلي هولدر د خبرې په تایید ویلي دي چې دا غونډه به د فبروري د میاشتی په اتلسمه نیټه جوړه شي.

په دې غونډه کې به، په امریکا او د نړۍ په گوټ گوټ کې د سخت دریځو او د هغوی د پلویانو له لورې د نورو خلکو د جلب او جذب د مخنیوي لپاره پر ملي او نړیوالو هڅو باندې بحث وشي او په دې کنفرانس کې به د مختلفو هیوادو استازي برخه واخلي.

تر اوسه د گډون کوونکو هیوادونو نومونه نه دي په ډاگه شوي.

د امریکا حکومت په داسې حال کې د دې کنفرانس د جوړیدو خبر ورکوي چې تیره ورځ په پاریس کې څه دپاسه یو میلیون وگړو لاریون وکړ چې د ترهگرۍ پر ضد خپی پیوستون او هوډ څرگند کړي. په دې ستر لاریون کې د نړۍ د څه دپاسه څلویښتو هیوادونو مشرانو برخه اخیستې وه.

د پاریس په لاریون کې د امریکا د متحده ایالاتو د مشرانو شتون په لوړه کچه نه و، او ددې هیواد په استازیتوب د بهرنیو چارو مرستیالې ویکتوریا نولاند او په پاریس کې د امریکا سفیر گډون کړی و.

د پاریس په لاریون کې ​د فرانسی جمهور رئیس د نورو مشرانو سره لاس په لاس د لاریون مشري په غاړه درلوده

په فرانسې کې داسې یو لوی لاریون و چې د دوهمې جگړې نه را وروسته یې تر اوسه پورې ساری نه و لیدل شوی.

دا په فرانسې کې داسې یو لوی لاریون و چې د دوهمې جگړې نه را وروسته یې تر اوسه پورې ساری نه و لیدل شوی.

په امریکا کې چارواکي د ممکنه تررستی بریدونو دپاره د امنیتي تدابیرو له اړخه د په داسې حال کې د تیارسۍ په حال کې دي چې د اسلامي دولت ډلې د ټولنیزو شبکو څخه په کار اخیستنې د نویو بریدونو گواښونه کوي.

پرون په تویتر کې یو پیام خپور شو چې له لارې یې پر سرتیرو باندی پر پولیسو ، او استخباراتي شبکو غړو باندی د بریدونو غږ شوی و.

د امریکا ترڅنگ ځینې نور هیوادونه هم د گواښونې په ترڅ کې په نښه شوي چې په هغو کې د کانادا او آسترالیا نومونه هم یادولای شو.

له بلې خوا د فرانسې پوځي او امنیتي ځواکونه اوس هم د هغه هیواد د صدراعظم په وینا د وروستی درۍ ورځني خونړي برید د یوې احتمالي هم لاسې د موندلو دپاره د پلټنې عملیاتو ته دوام ورکوي.

د فرانسې د دفاع وزیر ژان ایفز لو دغي یان وویل چې دوی لس زره امنیتي چارواکي د څار او د خلکو د خوندی ساتنې دپاره په دندې گمارلي.

XS
SM
MD
LG