د لاس رسي وړ اتصالات

په پاریس کې میلیونونو خلکو د یوالي لپاره لاریون وکړ


د لاریون نه مخکې د پاریس ریپابلیک میدان کې، ګڼ خلک راټول شوي وو.
د لاریون نه مخکې د پاریس ریپابلیک میدان کې، ګڼ خلک راټول شوي وو.

په میلیونو خلک او د نړۍ یو شمېر مشرانو د فرانسې د خلکو سره د یووالي او ملاتړ د څرگندولو په موخه په هغو لاریونونو کې برخه واخیستل چې د درېو پرله پسې ورځو ترهگریزو بریدونونه وروسته د یکشنبې په ورځ په پاریس کې تر سره شول.

څه دپاسه ٧٠٠ زره خلک د یکشنبې په ورځ د فرانسې په پاریس ښار کې د هغو ١٧ کسانو د ووژلو په یاد خاموشه لاریون وکړ چې تیره اونې په فرانسې کې د ترهگریزو بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.

د لاریون د پیل نه مخکې، خلکو لومړی په دې پیښو کې د قربانیانو په یاد د پاریس د ریپابلیک په میدان کې د یوې مجسمې لاندې گلان، شمعې او پیغامونه کیښودل او بیایې خپل لاریون یې له هماغه ځای پیل کړ.

په دې لاریون کې د بریتانیې صدراعظم دیودید کامیرون، د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د فلسطینیانو د خودمختارې ادارې مشر محمود عباس او د اردن ملکه برخه اخیستې وه. په دې لاریون کې د امریکا د متحده ایالاتونو نه د امریکا د عدلیې وزیر ایریک هولدر استازیتوب کاوو.

امنیتي تدابیر

پاریس کې د یووالي ستر لاریون کې د دغو مشرانو د ګډون هدف د نړیوال تروریزم په وړاندې د یووالي ښودل بلل شوی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د لاریون ګډونوالو ته د امنیتي تدابیرو له اړخه ډاډ ورکړ.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازینوفې وویل د نن ورځي ستر لاریون لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او زیاته یې کړه چې د پاریس شاوخوا کې ېې په زرګونه پولیس او نور امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

ښاغلي کازینوفې وویل "د امنیتي ځواکونو 24 واحده چې د پرسونل شمېر ېې ٢٢٠٠ کېږی د عملیاتو د برخې په توگه به تیار شي. فرانسه به په لوړه کچه د تیار سی په حال کې وي. د دې عملیاتو مهمه برخه به د یو زېات شمېر حساسو ځایونو خوندي ساتل وي."

د فرانسې صدراعظم منول ولا په فرانسې کې د یهودانو په پلورنځي کې د یرغمل نیونې په پیښه کې قربانیانو سره خوا خوږي څرگنده کړه. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو یکشنبې په ورځ، فرانسې ته د خپل سفر نه مخکې وویل له فرانسې او نورې اروپا نه چې هر یهود غواړي اسراییل ته کډه وکړي، په پرانستې غیږ به یې هرکلی وشي.

ښاغلي نتینیاهو زیاته کړه: "زه پاریس ته ځم چې د نړۍ له نورو مشرانو سره په هغه لاریون کې برخه واخلم چې د اسلامي ترهگرۍ په وړاندې، چې ټول انسانیت ته گواښ دی یوه نوې مبارزه ده. یوه داسې مبارزه چې ما له ډیرو کلونو راهیسې یې غوښتنه کوله "

د فرانسې د بریدگرو ملگرې

په داسې حال کې چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، د لاریون نه وروسته به پلټونکي د جمعې د ورځې د دریو وژل شویو بریدگرو څخه د یو تن، امیدي کولیبالي، د ملگرې، حیات بومیدیني پلتنې جاري وساتي.

پولیس شک درلود چې ٢٦ کلنه حیات بومیدیني چې ویل شوي و په وسلو سمباله او خطرناکه ده، د خپل ملگري امیدي کولیبالی سره، د یهودانو په هغه پلورنځي کې موجوده وه کله چې هغه په پلورنځي کې څلور برمته شوي کسان ووژل او وروسته بیا د فرانسې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د فرانسې د بریدگرو یوې ملگرې پسې پلټنې روانې دي
د فرانسې د بریدگرو یوې ملگرې پسې پلټنې روانې دي

خو ترکي چارواکو وروسته بیا وویل چې دا میرمن د جنوري په دویمه ترکېی ته ننوتلې ده او اوس کیدای شي په سوریې کې وي. د ترکې صدراعظم احمد داود اوغلو نن یکشنبې وویل چې ترکیه او فرانسه د دغې مشکوکې میرمنې په هکله چې په پاریس کې د بریدگرو سره لاس درلود، استخباراتي اطلاعات شریک کړي.

ښاغلي اوغلو وویل:" ترکیې ته په میلیونونه سیلانیان راځي. دا ډیره گرانه ده چې په داسې پیښو کې، دې هیواد ته د خلکو د تگ راتگ مخه ونیول شي، تر څو چې مونږ ته د مخه خبرداری نه وي شوای. په دې هکله د ترکېې او فرانسې ترمنځ پرته له شکه په لازمو اقداماتو باندې کار کوو."

د پاریس د پیښې د یو بریدگر ویډیو

د یکشنبې په ورځ په انترنټ کې د پاریس د پیښې د یو بریدکوونکي ویډیو خپره شوه. په دې ویډیو کې امیدي کولیبالي لیدل کیږي چې د اسلامي دولت ډلې ته خپله وفاداري څرگندوي. کولیبالي چې په دې ویډیو کې د عبدالله په نامه معرفي شوی، وایي کله چې ابوبکر البغدادي د خلافت اعلان وکړ، نو هغه ته یې بیعت وکاوه. داسې معلومیږي چې دا ویډیو، تیاره جوړه شوې وه او په نظر کې وه چې له برید وروسته، په پلان شوي توگه خپره شي.

په فرانسې باندې بریدونو کې چې د چهارشنبې په ورځې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر پیل او د جمعې په ورځ د دوو یرغمل نیونو پیښو باندې پای ته ورسیدل، ١٧ کسان ووژل شول. د فرانسې وروستیو پیښو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي او په کلکه غندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG