د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کی د بیان آزادي ځپل کېږي


جنیفر ساکي د امریکا د بهرنېو چارو د وزارت ویانده وايي پکارده خبریالان آزاد او خوندي وساتل شي او خپل کار په آزادۍ ترسره کړي.

د رسنېو د آزادۍ پلوي ډلی د منځني ختیځ د ېوشمېر هېوادونو په هغو تازه اقداماتو اندېښمن دي چې هغوی د خبریالانو په توقیفولو کې کړي دي. دخپلو اتباعو لپاره ېې انټرنېټ ته دلاسرسي په برخه کې هم محدودېتونه پېدا کړي دي.
د فریډم هاوس دمنځنی ختیځ رئیس وايي دغه محدودېتونه چې د بېان پر آزادۍ لگول شوي دي بشري حقونو او ددېموکراتو ټولنو بنسټ ته تاوان ور اړوي.
د امریکا غږ خبریال براین پاډین دا رپوټ لیکلی دی.

براین پاډین د فریډم هاوس له ېوه استاځي سره د رسنېو د آزادۍ په برخه کې خبرې کړیدي. فریډم هاوس په واشنگټن کې دېره ېوه ډله ده چې دهغو کسانو ملاتړ کوي چې د بېان د آزادی او دېموکراسۍ له پلوېانو سره مرسته کوي.
چارلز ډن په فریډم هاوس کې د منځني ختیځ او شمالی افریقا د پروگرام رئیس وايي داسې رپوټونه راغلي دي چې په مصر کې خبریالانو ته گواښ شوی دی اوېو شمېر ېې نېول شوي دي.
په ترکېه کې چې کوم قانون د رسنېو لپاره پېشنهاد شوېدی، دهغه له مخې به انترنېټ ته دخلکو لاسرسی محدود شي.
چارلز ډن وايي: زموږ په نړۍ وال کلني رپوټ کې چې د جنوري په مېاشت کې خپور شو موږ ېو داسې تگلاره او تمایل پکې پېداکړ چې د رسنېو د آزادۍ په برخه کې دېو جبري په شاتگ څرگندونه کوي. یقینا په هغو هېوادونو کې د عربو د پسرلي په نامه پاڅونونه اوبدلونونه پکې راغلل، په هغو کې دا تگلار لیدل کېږي او په ېوشمېر نورو ځپونکېو هېوادون هم دغه تمایل لیدل شوی دی. په دې کې نه ېوازې پر خبریالانو باندې تمرکز شویدی بلکه په هغو رسنېو چې په انټرنېټ کې خپرېږی او حتی د ټوېټر د محدود ېت مثالونه هم په ډېرو ځاېونو کې لیدل شوي دي. دغه ډول تگلاره او تماېل زموږ لپاره ډېر دا ندېښنې وړ دي.

په ترکیه کی د بیان آزادي
سېلېن کلېدلېن، په ترکېه کې د بېان د آزادۍ ېوه فعاله وايی کوم قانون چې د رسنېو لپاره پېشنهاد شویدی، په هغه کې حکومت وايي چې نوي بندېزونه ددې لپاره لگول شويدي چې دخلکو خصوصي ژوند خوندي وساتل شي خو په اصل کې خبره داده چې حکومت غواړي چارواکي د رسنېو له ارزونې او قضاوت نه خوندي وساتي. له همدی ا مله په ترکېه کې ددغه قانون له امله د عامو خلکو نېوکې راپارېدلی دي. سېلېن کلیدلین وايي ددې په نظر دا د قانون له مخې د چارواکېو دېکتاتوري ده، او داکار قانوني سانسور اوبندیز دی، او موږ ېې نه منو.

په مصر کې د بیان آزادي
په مصر کې چی کوم خبریالان د الجزیرې له ټلوېزېون سره کار کوي هغه په دې تور نېول شوي دي چی له ترهگرو ډلو سره مرسته کوي. دغه کار دملگرو ملتونو د بشري حقونو له خوانه غندل شویدی. د بشري حقونو وېاند روپرټ کالوېل په دې برخه کې وايی دابېخي غېر عادي کار دی چی د رسنېو آزادي د تروریزم خبرو ته راکاږل شي چې خبریالان د ترهگرانو ملاتړ کوي. دا په ریښتوني توگه ېو وېروونکی خبر دی او موږ هیله کوو چی ډېر ژر بدل شي.

دامریکا د بهرنېو چارو وزارت او د بېان ازادي

د امریکا د بهرنېو چارو د وزارت وېانده جنیفر ساکي
د امریکا د بهرنېو چارو د وزارت وېانده جنیفر ساکي

د امریکا د بهرنېو چارو وزارت وېانده جنېفر ساکی وايي دامریکا حکومت په دغه راز رپوټونو باندې اندېښمن دی چی په مصر کې خبریالان توقیف شویدي. آغلې جنېفر ساکي وايي پکارده له ېورخبریال سره هم زور زېاتي ونشي او نه دهغه خلاف قانوني اقدام سېاست ته را کش شي. دهغه له تړاونه پرته چې له چاسره کار کوي، پکار ده چې هغوی خوندي وساتل شي او اجازه ولري چې په مصرکې خپله وظیفه په آزادۍ سره ترسره کړی شي.

آغلې جنیفر ساکی وايی چې د امریکا متحده ایالات د رسنېو او بېان دازادۍ ملاتړ او نمایندگي کوي. پکارده چې درناوي ېې و‍شي او ارزښت ورکړل شي.

دفریډم هاوس غړي ښاغلی ډن وايی د بیان آزادی د دېموکراسۍ لپاره د بنسټ د ډبرې کار ورکوي، او خلکو ته دا شرایط برابروي چې درستې فیصلې وکړي. چارلز ډن وايي که چېرې خلک آزاد نه وي چی د رسنېو په واسطه خپل افکار او نظرېات بېان کړي، نو دا کار به د بیان په آزادۍ ډېره ناوړه اغېزه ولري؛ خلک به دېته لیوال نه وي چې په سېاست کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG