د لاس رسي وړ اتصالات

سرکوزي د فرانسې په ټولټاکنو کې مخکي شوی خو بیا یې هم ښايي بایلوي


د فرانسې وګړي نن د یکشنبې په ورځ ددغه هیواد په دویم ځلي انتخاباتو کې رایې اچوي. د عامه افکارو د معلومولو ټولپوښتنو دا په ډاګه کړې چې ولسمشر نیکولاس سرکوزي د خپل سیال سره تفاوت کم کړی دی خو بیاهم داسي معلومېږي چې فرانسیز هولانډې به نن بریالی شي

ښاغلي هولانډې نن د یکشنبې په ورځ د تولې په مرکزي ښار کې خپله رایه واچوله او سرکوزي او میرمنې یې په پاریس کې د رایو په یوه مرکز کې خپلې وکارولې.

پر ولسمشر سرکوزي باندي نیوکه دا ده چې د هیواد اقتصاد یې په سمه توګه نه دی اداره کړی او په تیرو پنځو کلونو کې یې دریځ نسبتا بې حوصلې و.

ښاغلی هولانډې د پوځ پخوانی غړی او اوسنی سیاستمدار دی چې د څو کلونو راهیسي د فرانسې د سوسیال ګوند مشري کوي خو هغه تر اوسه پوري د حکومت په کوم لوړ پوړي مقام باندي کار نه دی کړی.

د رایوو مرکزونه به په سیمه ایز وخت د ماښام پر ۸ بجو باندي وتړل شي. ټاکل شوې چې نن د یکشنبې په ماښام به د رایوو نتایج معلوم شي.

XS
SM
MD
LG