د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسیه وایي د مالي په سرحد یې په لسگونو ترهگر وژلي


په مالي کې فرانسوي عسکر

د فرانسیې د هغو قواوو په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې د منځنۍ افریقا په ملکونو کې د ترهگرو په ضد جنگیږي، د مالي او بورکینافاسو په سرحد یې لږ تر لږه شل ترهگر وژلي دي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي چې فرانسوي قواوو په هغې سیمې کې ځمکني او هوایي عملیات د هغې پېښې نه وروسته پیل کړل چې په هغې کې یو فرانسوي عسکر وژل شوی و. خو فرانسوي قواوو دا نده څرگنده کړي چې دغه عملیات یې د کومي ډلې په خلاف کړیدي.

په مالي کې د څو کلونو راهیسي اسلامپاله ترهگرې ډلې فعاله دي او گڼ شمیر خلک یې وژلي دي. د یادوني وړ ده چې د فرانسیې په مشرۍ د ائتلاف قواوو په ٢٠١٣ کال کې د افریقا په دغو سیمو کې د ترهگرو د واک د ختمولو لپاره لوی عملیات وکړل خو دغه ترهگر لا اوس هم فعالیتونه کوي.

تیر کال د مالي په گاونډي ملک بورکینا فاسو کې هم د ترهگرو په خونړیو حملو کې په لسگونو تنه ووژل شول. د بورکینا فاسو حکومت وایي چې د دغه ملک په سرحدي سیمه کې یوه نوي ترهگره ډله چې د انصارلاسلام په نامه یادیږي، پیدا شویده او د فولسرا په ځنگل کې یې پناه اخیستي ده، په دغه حملو کې ککړه ده.

فرانسیې دغې سیمې ته د ترهگرو د ختمولو لپاره ۴٠٠٠ عسکر لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG