د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا ملتپال سیاستوال په جرمني کې راټول شوي دي


ملت پال سیاستوال د جرمني فراکې پیټري، د فرانسې میرین لوپن او د هالنډ گیریت ویلډرز له غونډې وروسته سیلفي اخلي.
ملت پال سیاستوال د جرمني فراکې پیټري، د فرانسې میرین لوپن او د هالنډ گیریت ویلډرز له غونډې وروسته سیلفي اخلي.

د فرانسې د راتلونکو انتخاباتو یوه احتمالي نومانده، میرمن مارین لوپن ويلي چې ددغه هېواد د ۲۰۱۷ کال انتخابات به په اروپا کې د خلکو د بیدارۍ پیل وي.

مارین لوپن چې د فرانسې د ملي جبهې مشري هم پر غاړه لري د اروپا په پارلمان کې د خبرو پر مهال ویلي: "موږ د یوې نړۍ د پای ته رسیدو او د بلې د زیږیدو تجربه کوو."

فرانسې کې سیاسي ګوندونه په داسې حال ورته څرګندونې کوي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ناندریزو شعارونو په مټ سپینې مانۍ ته ورسید او د جمعې په ورځ یې د لوړي مراسم پرځاي کړل.

میرمن لوپن د فرانسې د اپریل-مي میاشتو په جریان کې د فرانسې په ټاکنو کې له مطرح نوماندانو څخه شمیرل کیږي.

هغې د جرمني د صداراعظمې، انګیلا مرکل د کډوالو پر تګلارې کلکه نیوکه کړې ویلي: "هرڅوک ویني چې د مهاجرت دغه پالیسي بحران جوړونکې ده."

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د پناه غوښتونکو پر وړاندې د جرمني پر سیاست هم نیوکه کړې ده.

جمهور رئیس ټرمپ تیره اونۍ د جرمني له "بیلد" ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي وو چې د کډوالو په اړه د میرمن مرکل تګلاره "مصیبت ډکه تیروتنه" وه.

ټرمپ د خپلې مرکې په یوه برخه کې ویلي: "زه فکر کوم چې هغه[ مرکل] له مصیبت ډکه تیروتنه وکړه غیرقانوني کډوالو ته چې له هر ځای څخه راغلي وو، پناه ورکړه.

د انګلا مرکل د خلاصو دروازو د سیاست پر بنسټ او له هغه شعار سره یې چې د کډوالۍ پر بحران لاسبری مومي، زرګونه کډوال چې ډیری یې د افغانستان، سوریې او عراق هېوادونو اوسیدونکي و، جرمني ته راغلل.

XS
SM
MD
LG