د لاس رسي وړ اتصالات

هولانډ: هند دي ایران ته قناعت ورکړي


د فرانسې جمهور ریس، فرانسوا هولانډ د هند نه وغوښتل چې ایران ته دي قناعت ورکړي چې د امریکا او د امریکا د متحدینو سره د خپل یورانیمو د غني کولو په برخې کې ،،جدي خبرې،، پیل کړي.

د فرانسې جمهور ریس دغه خبره د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې کړې ده. هند چې انرژي ته ډیره اړتیا لري د ایران نه د تیلو د لویو واردونکو هیوادونو په کتار کې راځي. دغه هیواد ویلي دي چې د امریکا او اروپايي اتحادیې په شان به په یوازې سر په ایران باندې بندیزونه و نه لګوي.

د فرانسې ولسمشر داسي وویل: ،، زه په هغو دلایلو پوهیږم چې هند یې ایران او ایرانیانو ته نږدې کړی دی.،، هغه زیاته کړه هند کولای شي چې د ایران مشران په دې قانع کړي چې د خپل اټمي پروګرام په اړه جدي خبرې پیل کړي.

د خپل سفر په ترڅ کې، فرانسوا هولانډ زیاته کړه چې هندوستان د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنه لري. د فرانسې ولسمشر دا هم وویل چې پاکستان دې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي، په تیره بیا د ۲۰۱۴ کال نه ورسته چې نړیوال محاربوي ځواکونه به د افغانستان نه ووځي.،،موږ پوهیږو چې هندوستان د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، لکه موږ یې چې لرو. خو، دا اوس په افغانانو پورې اړه لري چې پخپله خپل راتلونکې جوړه کړي. په سیمې کې ټول هیوادونه په تیره بیا پاکستان باید د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي.،،

د فرانسې ولسمشر هولانډ به د جمعې په ورځ ناوخته ممبی ته ولاړ شي او هلته به د هند د سوداګرو سره وګوري.
XS
SM
MD
LG