د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس بریدونو وروسته اروپا کې کلک امنیتي تدابیر


د فرانسې په بریدونو کې ۱۲۹ تنه ووژل شول او څه باندې ۵۰۰ نور ژوبل شول. داعش وايي بریدونه دوی کړي دي.
د فرانسې په بریدونو کې ۱۲۹ تنه ووژل شول او څه باندې ۵۰۰ نور ژوبل شول. داعش وايي بریدونه دوی کړي دي.

د فرانسې له برید وروسته د اروپا یو شمېر هېوادونو د لا نورو امنیتي تدابېرو د نیولو لپاره بېړنۍ غونډې وکړې.

د بلجیم په ګډون د فرانسي ګاونډیانو - جرمني، هالېنډ او سویزرلېنډ - فرانسې ته د موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه او له خپلو خلکو يې غوښتي چې پاریس ته ولاړ نشي.

بلجیمي چارواکي وايي دوی یو شمېر مشکوک کسان د فرانسې د پېښو په تړاو نیولي دي.

په برلین کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډي مایزر خبریالانو ته وویل چې هېواد يې د خپلو خلکو د امنیت د ښه ساتلو لپاره امنیتي تدابير زیات کړي دي.

هغه وویل " حالت ترېنګلی دی. نن خطر کم دی، سبا به زیات شي او همداسې به زیات وي.... له تېرې شپي راهيسې امنیتي چارواکو د خلکو د امنیت لپاره لازم اقدامات کړي دي او د اقدامات لا هم روان دي."
کله چې له هغه وپوښتل شول چې یو برید کوونکی له سوریې فرانسې ته ورغلی، هغه وویل چې فرانسوي چارواکي لا هم په دې اړه پلټنې کوي.

د جرمني صدراعظمي د خپلو پولو د امنیتي تدابېرو د زیاتولو له کبله خپل امنیتي چارواکي وستایل سره له دې چې هغې ته په دې اړه له وړاندې معلومات ورکړل شوي نه وو.

په همدې حال کې، د جرمني پولیس وايي چې دوي له فرانسې سره پر پولې کلک څار کوي او همدغه راز فرانسې ته په تلوونکو او راتلونکو الوتکو يې هم نظر شته .

په فرانسې کې د شنبې د شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲۹ تنه ووژل شول څه باندې ۵۰۰ نور ژوبل شول چې د شاوخوا ۱۰۰ يې حالت ښه نه دی.

فرانسې د دریو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی او داعش د دغو بریدونو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG