د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې له برید وروسته مسلمانان په ویرې کې دي


د نیس د ګاډي برید یو تونسي مسلمان، محمد لحوایج بو هلال، وکړ چې ۸۴ تنه په کې ووژل شول
د نیس د ګاډي برید یو تونسي مسلمان، محمد لحوایج بو هلال، وکړ چې ۸۴ تنه په کې ووژل شول

د فرانسې د نیس ښار په یوې لېرې او بې وزلې سیمې، اریاني، کې مسلمانان دا فکر کوي، چې د باسټیل ورځې د لمانځلو پر مهال د ګاډي په شوي برید کې تر ډېره دوی ګرم او ملامت بلل کیږي. مسلمانان اندېښنه لري چې له دې پلوه په ټولنه کې ورسره تعصب او بي عدالتي مخ په زیاتېدو دي.

د نیس د ګاډي برید یو تونسي مسلمان، محمد لحوایج بو هلال، وکړ چې ۸۴ تنه په کې ووژل شول.

د اریاني په کلي کې، چې د بریدګر د کور په څو کیلو مېترۍ کې دی، د الفرقان جومات ملا امام وايي چې، باید د یو کس کار د ټولو کار ونه بلل شي. دی وايي افراطیان د فکر او نظر له پلوه کمزوري خلک تر خپل اغیز لاندې راولي.

ملا امام بوبکر بکري رویټرز ته وویل " دا چې افرطیان کمزوري خلک خپلو لیکو ته جذبوي، په دې مانا نه ده چې موږ ټول همدغسې یو، بلکې خبره برعکس ده. دا ډول پېښې باید موږ نور هم یو موټی کړي. "

په فرانسې کې د اروپا په کچه تر ټولو ډېر مسلمانان اوسیږي. یو بل فرانسوی مسلمانان یونس وايي، چې له دغه برید وروسته د ویرې او ډار احساس کوي.

دی وايي هر کله چې په اروپا او فرانسه کې کوم بد کار وشي " بیا ټول مسلمانان ګرم بلل کیږي. یو وخت کې نژادي ستونزې وې خو اوس مذهبي ستونزې دي."

د فرانسې په جنوب کې د یو بل جومات ملا امام، العبید لفطي، هم په کلکو ټکو دا برید غندي او دا ډول کار د مسلمانانو عمل نه ګڼي. هغه ټېنګار کوي چې باید د دا ډول بریدونو له کبله نور مسلمانان ګرم ونه بلل شي" بریدګر د مسلمانانو مهمه فریضه، چې روژه ده، نه نیوله."

د بریدګر کورنۍ په ۲۰۰۵ کال کې له تونس نه وتلې وه. د هغه د کورنۍ نژدې غړي او خپلوان وايي چې هغه نشه يي او شرابي سړی و او مذهب ته ډېر ژمن هم هم و.

داعش د دغه برید مسولیت واخیست او وویل چې تونسی بریدګر محمد لحوایج بو هلال د دوی سړی و. د فرانسې لومړي وزیر مانیول والز وویل چې بریدګر ډېر ژر تر اغیز لاندې راغلی و او په همدې حال کې د پاریس لویه څارنوالي وايي داسې شواهد نشته چې د بریدګر او داعش ترمنځ اړیکې وښيي.

XS
SM
MD
LG