د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسه کي د٧ کسانو دوژلو مشکوک دپولیسو په چپاو کي ووژل شو


دفرانسې د کورنیو چارو وزیر وايی هغه سړی چي د ٧ کسانو په وژلو تورن دی، هغه دپوليسو په يوه چپاو کي ووژل شو. پوليسو وويل د فرانسي په تولوز ښار کي د وژونکي پیښي دغه تورن شخص د اوږد مقاومت نه وروسته د خپل اپارتمان له کړکۍ څخه ځان راوغورځاوه او ځای پر ځای مړ شو.

دکورنيو چارو وزير ژان کلاډ گوينټ وايی دغه 23 کلن مشکو ک محمد مراح د گوليو په باران کي له خپل اپارتمان نه ځان وغورزاوه. هغه داکار ورو سته له پوليسو سره له 32 ساعته مقاومت نه وروسته وکړ.

د فرانسی دکورنيو چارو وزارت وايي چي دوه پوليس له مشکوک سره په ډزو کي زخمي شول. دکورنيو چارو وزير وايي چي د فرانسې کومانډو گان د سهار په ځايی وخت په 9.30 بجو دهغه پرکور د دروازي او کړکی له لاري ورننوتل.

هغوي وويل چي مشکوک له تشناب نه راووتی او په ډير شدت يي ډزي پيل کړلې. پوليسو کوښښ کاوه چي خپل ځان وساتي او بيرته يي په ځوابی ډزو پيل وکړ. ښاغلي گوينټ وايی چي په اخر کي محمد مراح له کړکۍ نه ټوپ وواهه او ټوپک يي په لاس کي و. هغه ډزو ته ادامه ورکړله . وروسته بيا هغه پرزمکه مړ پيدا شو.

دفرانسې ولسمشر په يوه تلويزيونی وينا کي لوړه وکړله چي د افراطيت د نظريي خلاف به سخت اقدامات وکړي. هغه وويل هرسړی چي په منظمه توگه هغه ويب پاڼی گوری چي دافراط‍يت ملاتړ کوی او دافراطيت او تشدد غوښتنه کوی هغه ته به له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG