د لاس رسي وړ اتصالات

القاعدې د فرانسې د برید مسولیت ومانه


د پارس په ښار کې د شارلي‏ ابدو د طنزي مجلې پر دفتر برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې دوه یې پولیس وو.
د پارس په ښار کې د شارلي‏ ابدو د طنزي مجلې پر دفتر برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې دوه یې پولیس وو.

په یمن کې د القاعده ډلې یوې څانګې د فرانسې د برید مسولیت په غاړه واخیست.

څو ورځې وړاندې وسله والو د پاریس په ښار کې د شارلي‏ ایبدو د طنزي مجلې پر دفتر ورننوتل، پر ناستو او ولاړو کسانو یې ډزې وکړې لږ تر لږه ۱۲ تنه یې ووژل چې دوه یې پولیس وو.

د القاعدې شبکې نن یوه ویډیو خپره کړه چې ۱۱ دقیقې ده، په ویډیو کې نصر الانسي چې په عربي ټاپو وزمې کې د القاعدې مخکښ قومندان بلل کیږي، دعوه کړې ده چې د شارلي ایبدو پر دفتر برید یې د مسلمانانو د پیغمبر د کارتون د خپراوي د غبرگون او غچ اخستلو په موخه کړی دی.

په همدې حال کې نن د شارلي ایبدو مجلې د خپلې لومړۍ گڼې درې میلونه کاپیانې په څو دقیقو کې وپلورلې چې په لومړي مخکې یې د مسلمانانو د پیغمبر کارتون بیا چاپ شوی دی او ورسره یې دا جمله هم لیکلی ده چې " ټول بخښل شوي دي."

دغه مجله د پاریس د نورو چاپېدوونکو ورځپاڼو په څېر په پلورنځایونو کې ووېشل او وپلورل شوه.

د شارلي ایبدو مسول مدیر په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دې طنزي مجلې کاپیانې به د دوو اونیو لپاره د خرڅولو لپاره په بازار کې وي او په انترنت باندې به هم په انگلیسي، هسپانوي، عربي او فرانسوي ژبو باندې خپره شي.

د شارلي ایبدو مجلې دا نوې گڼه د ځینو اسلامي هېوادونو او ډلو غوسه راپارولې ده، د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاندې مرضیې افخم د شارلي ایبدو د مجلې دغه عمل پارونکی او اسلام ته سپکاوی وباله.

هغې وویل " مونږ دغه پارونکی عمل غندو او د شارلي ایبدو د مجلې دغه کار سپکاوی بولو ځکه چې دا کار په نړۍ کې د مسلمانانو احساسات راپاروي او د سخت دریځو کړیو د زیاتوالي سبب گرځي. "

خو د فرانسې د مسلمانانو ټولنې مشران په فرانسې کې له مېشتو مسلمانانو غوښتي چې د زغم نه کار واخلي او د بیان د ازادۍ درناوي وکړي.

د دغې ټولنې مشر ایمان آی مزیک وویل"مونږه نن بریدگرو، مذهبي سخت دریځو او مذهب پارونکو ته خپله خبره په ښکاره ټکو کې وایو، مونږ به چا ته اجازه ورنکړو چې زمونږ له مذهب نه ناسمه استفاده وکړي، مونږ به اجازه ورنکړو، چې سخت دریځي زمونږه ټولنه وویشي."

په همدې حال کې د جرمني ولسمشر يواخيم ګواک او د دې هېواد صدراعظمې انګیلا مېرکل د سې شنبې په ورځ د جرمني په پلازمینه برلین کې د سلگونو مسلمانانو سره په یوه لاریون کې برخه واخسته چې د جرمني مسلمانانو په برید کې د وژل شویو نو په یاد جوړ کړی و.

د فرانسې برید د خپل ډول لومړنی بلل کیږي، فرانسوي پولیسو دواړه بریدګر وروڼه ووژل.

د شارلي ایبدو مجله وخت ناوخت پر ځینو مذهبي مسایلو مسایل او کاریکاتورونه خپروي.

XS
SM
MD
LG