د لاس رسي وړ اتصالات

داسي اندېښنې پیدا شوي چې د برتانیې د پیښي پېښې ونسي


یوه کس چې چاقو ورسره وو، په پاریس کې یې د فرانسې یو سرتیری په غاړه کې په چاقو وهلی دی.

د فرانسې ددفاع وزیر جین یویس ډیران وویل چې یادشوی عسکر به بچ سي. پر نوموړي باندي هغه مهال برید وشو چې په یوه مغازې کې یې د نورو دوو سرتیرو سره یوځای پیره کوله.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډې وویل چې پلټونکي پر ټولو ممکنه دلایلو باندي غور کوي او دا هم راسپړي چې برید کونکي خو په بریتانیې کې د وروستۍ پېښې سره چې په کښي یو بریتانوی عسکر ووژل شو، کوم تړاو نه درلودی.

د فرانسې ددفاع وزیر جین یاویس لي ډریان داسي وویل: ،،زه غواړم تاسو ته دا ووایم چې یوه کس غوښتل چې یو سرتیری ځکه ووژني چې هغه سرتیری وو. یوه کس غوښتل چې هغه سترتیری ووژني چې د فرانسې ژغورنه کوي. له نیکه مرغه دغه مجرم ونشو کړای چې نوموړی سرتیری په جدي توګه ټپي کړي. د سرتیري روغتیايي وضعیت رضایت بخش دی او ما په خبرو کې ورته وویل چې مونږ د هغه تر شا ولاړ یوو.،،

دغه برید داسي اندېښنې راپورته کړي دي چې ځیني مجرمین د بریتانیې د چارشنبې د برید د چم پېښې په نورو سیمې کې ونکړي.
XS
SM
MD
LG