د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د بشارالاسد له تره نه تحقیقات کوي


رفعت الاسد د خپل وراره بشار الاسد سیاسي مخالف دی
رفعت الاسد د خپل وراره بشار الاسد سیاسي مخالف دی

په فرانسې کې د بشارالاسد یو تره له ناقانونه لارو چارو څخه د شتمنۍ په پېدا کولو او درغلیو تورن شوی دی.

د سه شنبې په ورځ یوې سرچینې رویټرز اژانس ته وویل چې، محکمې د جون په نهمه نېټه له رفعت الاسد نه د تحقیقاتو امر کړی دی.

پر هغه تور دی چې د مالیې په ورکولو کې یې درغلي کړې او تورې او ناقانونه پېسې یې سپینې او قانوني کړي دي.

په فرانسه کې د اداري فساد ضد ټولنې په ۲۰۱۳ کال کې د هغه پر ضد قضیه ثبت کړه، له هماغې وروسته حکومت د هغه پر شتمنیو د څار او پلټنې امر وکړ چې د فساد، بډې ورکولو او تورو پېسو د سپينولو په اړه شواهد پېدا کړي.

د رفعت الاسد مدافع وکیل په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هغه ته نژدې کسان وايي چې په فرانسه کې د هغه شتمني له سوریې نه ده راغلې او په دغه هېواد کې یې اخیستل شوي جایدادونه هم په دا ډول پېسو نه دي اخیستل شوي.

رفعت الاسد د خپل وراره بشار الاسد سیاسي مخالف دی او له ۱۹۸۰ کال راپديخوا په فرانسه کې د تبعید ژوند کويږ هغه له واکه د بشارالاسد د پلار د لېرې کېدو په تور له سوریې نه وشړل شو.

قاضي، رفعت الاسد ته امر کړی چې د قضیې تر سپیناوي پورې دې له فرانسې نه ونه وځي، خو اجازه یې ورکړې چې د خپلې درملنې لپاره لندن ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG