د لاس رسي وړ اتصالات

دا میاشت دوه نړیوالې اقتصادي غونډې کیږي


دا میاشت دوه نړیوالې اقتصادي غونډې کیږي
دا میاشت دوه نړیوالې اقتصادي غونډې کیږي

په روانه میاشت کې په اسیا کې دوه مهمې اقتصادي غونډې جوړیږي.

د جي شل په نامه د نړۍ د ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو ډله به هڅه وکړي چې د سوداگریزې جگړې مخنیوی وکړي تر څو نړیوال اقتصاد په شا ونه تمبول شي. زیات شمیر دغه مشران به د اسیا د ارام سمندر د حوزې د اقتصادي همکارۍ په غونډه کې هم گډون وکړي.

د جي شلو هیوادونو د ډلې مشران به د اټکل سره سم هغه موافقې تائید کړي چې څه کم یوه میاشت دمخه د هغوی د مالي چارو وزیرانو برابرې کړې وې.

دا میاشت دوه نړیوالې اقتصادي غونډې کیږي
دا میاشت دوه نړیوالې اقتصادي غونډې کیږي

چین امریکا په دې ملامتوي چې له مخکني تعهد برخلاف یې زیات شمیر ډالر چاپ کړي چې د چین په وینا دا کار په دې هیواد کې د انفلاسیون سبب کیږي.

واشنگټن بیا چین په دې ملامتوي چې په قصدي توگه د خپلو پیسو بیه ټیټه ساتي.

جي شل هیوادونه به همداشان د تجارت د انډول لپاره هم اهداف وټاکي چې امریکا او جنوبي کوریا غواړي.

خو چین، جاپان او جرمني بیا په دې اړه شک لري.

د جي شلو هیوادونو د غونډې ویاندې ددې ډلې د اړیکو په اړه د اندیښنو د تائید په ترڅ کې وویل:

"پوښتنه داده چې، ایا دوی کولای شي چې دې کار ته دوام ورکړي که څه هم چې نړیوال اقتصاد په بحراني حالت کې نه وي؟ نو د جي شلو هیوادونو په دې مشریزې غوندې باندې دا ډول فشار موجود دی".

حتی که مهمې موافقې هم وشي بیا هم څرگنده نه ده چې دا به دوام وکړي. خو سهن وایي دا ډله داسې نه جوړه شوې چې څوک مجبور کړي.

"کله چې شل مشران سره ناست وي، تاسې په اعلامیه کې داسې شئ نه ذکر کوئ چې ټول مشران پرې موافق نه وي. په هره کلیمه، او هره املا باندې دمخه د جي شلو هیوادونو له خوا موافقه کیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنتن اسیا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ازادې سوداگرۍ د پرمختیا لپاره ددې ډول غونډو ارزښت ته اشاره وکړه.

"نو، مونږ د اسیا د ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ، د جي شلو هیوادو او زمونږ د خپلمنځي دوه اړخیزو اړیکو له لارې هڅه کوو چې د لا زیاتو ازادو مارکیټونو، پر صادراتو باندې د محدودیتونو د راکمولو، د شفافیت د لوړولو او په عمومي توگه د مناسبو تعهداتو د پلي کولو پلوي وکړو".

اقتصاد پوهان او سیاسي څیړونکي وایي، جي شل هیوادونه به ښایي هغه وخت یو فرضي بریالیتوب تر لاسه کړي چې وکړای شي د پیسو پر سر د لانجې د مخنیوی او د سوداگرۍ د بې انډولۍ د کمولو په اړه په اعلامیه کې څرگندونې وکړي.

دوی وایي د اسیا د ارام سمندر اقتصادي غونډه نه ښایي چې د سیمه ایز اقتصاد د یووالي هدف ته د رسیدو په لور له کوچني گام له پورته کولو پرته نور څه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG