د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له جي٢٠ هیوادونو نه د بودیجې کسر ختمول غواړي


د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر چې په تورونتو کې د شلو صنعتي ملکونو (جي شل) د غونډې کوربه دی وايي چې هیوادونه باید د اقتصادي هڅونې پروگرامونو ته دوام ورکړي تر څود بودجوي کسر مخه ونیسي.

د جي شل هیوادونو پیسې پورکړلې ترڅو د ٢٠٠٨ کال د اقتصادي نه وروسته خپل ناروغ اقتصاد ورباندې ورغوي. صدراعظم هارپر او په غونډه کې د شاملو نورو هیوادو مشرانو وویل چې دغه پروگرامونه ډیر ضروري وو خو د هغو نه چې بودجوي کسر پیدا شوی دی باید تر ٢٠١٣ کاله پورې ترنیمايي پورې ورسیږي.

ښاغلي هارپر د جي شل د هیوادونو د مشرانو د رسمي پرانستلو په غونډه کې خبرې کولې. ددغې غونډه هدف دادی چې د نړی اقتصاد ښه شي.

ده وویل چې ملکونه باید خپل مالي سیستم د حمایوي پالیسیو په مقابل کې پیاوړی کړي. ده همدارنگه وویل چې د وزگارتیا سره متمرکزه مبارزه وشي او په نړی کې د بیوزلی د کمولو لپاره کار وشي.

د وینا هغه طرح کې چې د غونډې په هکله خپره شویده ویل شوي دي چې هیوادونو د خپلو هڅو نه ښه نتایج لاس ته راوړي دي خو اوس هم جدي چلنجونه په مخکې لري.

د امریکا د خزانې وزیر تیموتي گتنر ویلي دي چې هیوادونه د اقتصادي هڅونې او د کسر ترمنځ باید یو انډول رامنځ ته کړي. ده ویلي دي چې جاپان او نورو اروپايي هیوادو ته په کاردي چې د بودجې د کمولو په خوا کې داخلي تقاضاووته هم پام وکړي.

د تورونتو په ښار کې پولیسو د اعتراض کونکو سره مقابله وکړه. اعتراض کونکی د دوکانو په مخه کې شیان مات کړل او د پولیسو موټرو ته اور ورته کړل. لږ تر لږه ۴٨٠ کسان بندیان شول. کاناډا د مشرانو جي شل او د اوو صنعتي هیوادونو ددغو غونډو د امنیت د نیولو لپاره یو ملیارډ ډالر خرڅ کړي دي.

XS
SM
MD
LG