د لاس رسي وړ اتصالات

جي ٢٠ غونډې د بودیجې کسر د کمولو پریکړه وکړه


جي ٢٠ غونډې د بودیجې کسر د کمولو پریکړه وکړه
جي ٢٠ غونډې د بودیجې کسر د کمولو پریکړه وکړه

د شلو صنعتي ملکونو مشران د په کاناډا کې له غونډی وروسته خپلو ملکونو ته بیرته ستانه شوي دي.

په غونډه کې داسی یو پلان منظور شو چی له مخی یی په نړیوالو ملکونو غږ شوی چی تر دریو کالو پوری د خپلو بودیجو کسر نیمایی ته راټیټ کړی.

غونډه نن پای ته ورسیده او ژمنه یی وکړه چی تر ٢٠١٦ کال پوری به د خپلو بودیجو توازن برابر کړي.

دغه ملکونه به د خپلو اقتصادی شرایطو د په نظر کی نیولو سره د بودیجی کسر راټیټ کړی.

د کاناډا صدراعظم ستیفن هارپر دغه اعلان د دې عالی غونډې په پای کې وکړ.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما وویل چی د امریکا د بودیجی کسر به تر کال ٢٠١٣ م پوری نیمایی کم کړی. خو له دې امله یې اندیښنه وښوده چې د مصارفو د زیات کمولو له امله به اقتصادي رشد په خطر کې ولویږي.

د اروپایی ملکونو مشران هیله من دی چی په اروپایی ملکونو کی چی ایرو پکی چلیږی د بازار اعتماد پکې جلب شي.

XS
SM
MD
LG