د لاس رسي وړ اتصالات

یونان د اروپايي اتحاد توقوع خلاف اقدام وکړ


یونان د اروپايي اتحاد توقوع خلاف اقدام وکړ
یونان د اروپايي اتحاد توقوع خلاف اقدام وکړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فرانسې د کنس ښار ته د نړۍ د شلو بډایو هیوادونو د مشرانو سره د یوې دوه ورځنۍ غونډې د ګډون په موخه ورسید. تمه کېږي چې دغه غونډه به د اروپايي اتحاد پر مالي کړکیچ او د یونان پر حیرانونکي اقدام باندي متمرکزه وي. یونان غواړي چې د اقتصاد د ژغورنې په موخه چې کوم پور اخلي پر هغه باندي رای ګیري وکړي.

ولسمشر بارک اوباما نن د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر نیکولاس سرکوزي او د جرمني د صدراعظمې انګلا میرکل سره جلا جلا لیده کاته لري. د اروپايي اتحاد دغه دواړه غېښتلي اقتصاد لرونکي هیوادونه هڅه کوي چې د یونان لومړۍ وزیر دې ته وهڅوي چې د خپل هغه پلان نه لاس واخلي چې غواړي د تیرې اونۍ پر پریکړې باندي ریفوریندم وکړي. تیره اونۍ دنړۍ مشرانو پر دې هوکړه وکړه چې د یونان اقتصاد د ژغورنې په موخه به دې هیواد ته نور پور ورکړي.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل داسي وویل: ،،مونږ غواړو چې د یونان سره مرسته وکړو او غواړو چې دغه هیواد د یورو زون هیوادونو په ډله کې پاته شي خو یونان دی چې یو اړخیزه پریکړه یې وکړه او په ټول وضیعت کې یې بدلون رامنځ ته کړ.،،

د یونان لومړي وزیر پپندورا اروپايي اتحاد هغه مهال حیران کړ چې نا ببره یې د دې اعلان وکړ چې د یونان خلګ به د دې موقع ولري چې ددغه هیواد د پور پر پلان باندي رایې ورکړي. په دغه پلان کې د حکومت له خوا یو لړ سخت اقدامات هم شامل دي چې په خلګو کې دومره محبوبیت نلري.

د یونان صدراعظم پپندورا د چارشنبې په ورځ وویل چې د اروپايي اتحاد په ګډې سیکې کې د یونان راتلونکی ګډون ددغې رای ګیرۍ سره تړاو لري.

ښاغلي پپندرو داسي وویل: ،،زما په آند دا ډیره اړینه ده چې مونږ نړۍ ته دا وښیوو چې مونږ خپل مسولیتونه پر ځای کولای شو. مونږ کولای شو چې خپل مسولیتونه پرځای کړو او دا کار د یورو په زون کې زمونږ د راتلونکي ګډون دپاره اړین دی. ،،

ولسمشر سرکوزي وویل چې هغه هیله مند دی چې یونان به د یورو په زون کې پاته شي خو پر دې یې ټینګار وکړ چې د یورو ثبات د یونان د اقتصاد د ژغورنې په پرتله ډیر اهمیت لري.

ښاغلي سرکوزی داسي وویل: ،،د وضیعت جدیت ته په کتو سره، مونږ یو جدي درخواست کوو چې په یونان کې دي د موضوع په هکله یو چټک توافق رامنځ ته شي. تر هغه پوري چې د ریفوریندم مسله مطرح ده، غواړم دومره ووایم چې د خلګو د نظر پوښتل تل یو مشروع اصل دی خو دا هم باید ووایم چې مونږ نشو کولای چې د اوږدې مودې دپاره په یوه نامعلومه وضیعت کې وخت تیر کړو.،

د یونان لومړي وزیر پپیندورا وویل چې د ډیسمبر پر ۴ مه او پنځمه باندي به یادشوی ریفورینډم وشي. د یونان د کابینې وزیرانو مخکي هم د ریفوریندم د پلان نه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG