د لاس رسي وړ اتصالات

شل بډای ملکونه د سوداگرئ په نظم غږیږي


دنړی د ٢٠ هیودونو مشران چی په اقتصادی لحآظ اهمیت لری، بله اونۍ د جمعی په اخرو ورځو کی، د کاناډا په ټورانټو کی راټولیږی. هغوی په دغه غونډه کی په هغو لارو چارو بحث کوی چی نړیوال اقتصاد په داسی ډول رهنمایی کړی، چی په غښتلی توگه د بیا رغیدو په لور روان شی.

دامریکا غږ خبریال جیم رانډل رپوټ ورکوی چی د نړی دهیوادونو مشران او دمالی چارو جگپوړه چارواکی به د پولی واحد، او په تجارت کی کسر باندی بحث وکړی.

هغه مشران چی په ټورانټوکی راټولیږی، دهغوی دهیوادونو اقتصادد نړی داقتصاد په سلوکی ٩٠ برخی تشکیلوی. او په تجارت کی اتیافیصده برخه لری او نفوس یی دنړی دنفوس په درو کی دوه برخی تشکیلوی.

دنړی ډیرمشران په دی موافق دی چی نړیوالو اقتصادی شخړو دا څرگنده کړه چی ددی لپاره ضرورت دی چی مالی اداری په ښه شان منظمی شی خو په دی کی سره اختلاف لری چی څنگه یی منظمی کړی.

دمالی یوشمیر وزیران له بانکونو نه غوښتنه کوی چی دخپلو پیسو یوه وړه برخه په پور ورکړی اونوره له ځان سره وساتی، داددی لپاره چی هسی نه چیری پانگه لگونه خرابه وخیژی.

په دی کی نورنظرونه دادی چی د پور پیسی محدودی کړی شی، ایا داسی لاری چاری د مالی ادارو ته په لاس ورکړل شی چی هغوی ترینه په داسی حآل کی کار واخلی چی له هغو کمپنیو سره څه ډول برخورد وکړی چی په مالی لحاظ دناکامی په لور روانی وی. ددی کار گټه به داوی چی ددغی کمپنی دتاوان اندازه کمه کړی شی.

دنړیوال مالی صندوق یو چارواکی هوزی وینالز له مشرانو نه توقع کوی چی په دی کی فیصله وکړی چی ایا په بانکونو باندی مالیه ولگوی او که نه چی دراتلونکیو مالی ستونزو قیمت اداکاندی. وینالز وایی :

(... په ټورانټو کی به قاطع مجلس په دی باندی وی چی په دی بحث وشی چی پرمختگ څنگه دی چی بیا تنظیم کولو اجنډا دوروستی فیصلی لپاره پرمخ بوتلل شی؛ وروستی فیصله به د جنوبی کوریا په پایتخت سیو کی کیږی. دا زموږ توقعات دی.

سباستیان مالبی دخارجی اړیکو د شوری غړی وایی دا ډیره مهمه ده چی ددغه شل هیوادونه چی ښه تنوع لری په گډه کار وکړی او په خپلو مالی ادارو باندی حکومت وکړی. مالبی وایی :

مالی اداری اوس له سرحد نه اخوا دی. هغه اوس څو ملیتی او نړیوالی اداری دی. نو په دی توگه پکارده چی نړیوال اصول ورته وضع شی چی هغوی کنترول شی. خو دامریکا کانگریس په دی ډول په امریکا کی له هغوی سره معامله نه کوی. او زه داتوقع نه کوم چی په اوروپا کی به هم دمالی اصولو وضع کوونکی په دی ډول له هغوی سره برخورد وکړی.

په یونان کی اقتصادی شخړو، له پور ورکوونکیو سره دا ویره اوبدگومانی را پیدا کړه چی ښایی یونان خپل پور ادا نکړی شی. هغه هڅی چی د بودجی دکسر چاره د حکومت د لگښتونو په کمولو وشی ، په اتن کی له مظاهرو سره مخ شوی.

داوروپا قوی اقتصادونو په خاصه توگه جرمنی یونان ته دا فرصت په لاس ورنکړ. هغوی ټینگار وکړ چی یونان دی داسی پلان جوړ کړی چی لگښتونه کم کړی نو بیا به ورسره مرسته وکړی. توقع ده چی د جی ٢٠ هیوادونه هم په دی بحث وکړ چی دبودجی کسر څنگه کم کړی.

اقتصادپوه فریډ برگستین، وایی داوروپا دپورونو شخړی د جی شل دهیوادونو په اجندا کی تر ټولو لوړ ځای لری. همدانورو ملتونو ته د خبرتیا خبره ده.

فرید برگستین وایی :

دامریکا متحده ایالات اونورو هیوادونه له سره ورته تاوان سره مخ دی. خو تراوسه په وړه پیمانه ورسره مخ دی. خو که چیری دستونزو داوراوولو چاره ونشوه نو هغه همدومره غټیدلی شی لکه څومره چی دلته دی. همداراز داستونزی دنړی په نورو هیوادونو کی هم غټیدلی شی.

رپوټ وایی چی مشران به دنړی په تجارت کی په عدم توازن هم خبری وکړی. په دی د تجارت غټ کسر په امریکا کی روان دی. خو له بل پلوه د چین تجارت له خپلی اندازی نه زیات دی. دغه عدم توازن ددواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسی درز سبب شویدی.

رپوټ داهم وایی چی دنړی اته غټ صنعتی او ماړه هیوادونه چی د G-8 په نامه شهرت لری، هغو ی به یوه اونی مخکی د مشکلو مسایلو په اوارولو باندی بحث شروع کاندی. هغوی به د جون په ٢٥مه او ٢٦ باندی په کاناډا کی په یوه تفریحی ځای کی مجلسونه وکړی.

XS
SM
MD
LG