د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د جي ۷ غونډې په پای کې پوتین ته خبرداری ورکړ


د جرمني په جنوب کې د بایرن ایالت د کروین په ښار کې د جي اوه هیوادونو غونډه
د جرمني په جنوب کې د بایرن ایالت د کروین په ښار کې د جي اوه هیوادونو غونډه

د نړۍ اوه ستر اقتصاد لرونکو هېوادونو کلنۍ ناسته نن د شلوس الماو په هوټل کې پای ته ورسېده. د سږنۍ ناستې بحث د اوکراین پر موضوع، د ترهګرو په وړاندې د مبارزې، د انرژي اړوند او اقلیمي بدلونونو، د نړۍ سترو روغتیایي ستونزو او د افریقایي هېوادونو مشرانو سره په خبرو متمرکز و.

باراک اوباما واشنګټن ته د راګرځېدو مخکې او د جي ۷ ډلې د ناستې په پای کې یو خبري کنفرانس ته وویل، روسیه باید پرېکړه وکړي چې آیا رښتیا "د پخواني شوروي اتحاد د امپراتورۍ د بیا راژوندي کیدو د ناسمې هیلې په لرلو" غواړي چې د خپل هېواد اقتصاد زیانمن کړي او روسیه لا انزوا ته وکښي؟

ولسمشر اوباما د ښاغلي پوتین دغه ویناوې حیرانونکي وبللې چې ګواکې هغه د اوکراین په ختیځ کې د روسي ژبو د حفاظت کوښښ کوي.

اوباما خبریالانو ته وویل چې د جي ۷ هېوادونو مشرانو په اوکراین کې د روسیي د سلطه جویي د دوام په صورت کې په روسیه په وړاندې د پراخو تدابیرو په هکله خبرې وکړې. د اوباما په وینا، دغه تدابیر تر اوسه په تخنیکي کچه کې د بحث لاندې دی او تر اوسه په سیاسي کچه تر غور لاندې نه‌ دي نیول شوي.

له بلې خوا مېرمن مرکل جرمني رسنۍ، ای آر ډي، ته وویل، په اوکراین کې د خپلو فعالیتونو له وجې روسیه باید د جي ۷ ټولنې څخه بهر پاتې شي. هغې وویل "زمونږ په وړاندې یو خنډ شتون لري او زه نه پوهېږم چې هغه باید څنګه له مخه لېرې شي."

د جي ۷ هېوادونه د متحده آیالاتو سربېره جرمني، برتانیه، فرانسه، ایټالیا، کاناډا او د جاپان هېوادونو څخه جوړه ده.

د اوکراین په کریمیا کې د مسکو نظامي فعالیت له وجې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین، دغې کلنۍ غونډې ته د تېرو دوو کلونو راهېسې نه دی بلل شوی.

د عراق صدراعظم، حیدر العبادي هم جي ۷ مشرانو ته د داعش جنګیالیو سره د خپل هېواد د جګړې په اړه معلومات ورکړل.

د جي ۷ مشران د وروستي ځل لپاره نن، د دوشنبې په ورځ، سره ناسته لرله. په دغه ناسته کې دوې د افریقایي هېوادونو مشرانو سره وکتل او پر هغه سربېره یې د انرژي او اقلیم اړوند مسایلو باندې خبرې لرلې.

د اروپایي ټولنې ریيس، ډونالد ټسک، د یکشنبې په ورځ وویل چې اروپایي ټولنه او د جي ۷ هېوادونه د روسیه پلوو جنګیالیو پر وړاندې د اوکراین په ملاتړ کې ژمن دی.

ښاغلي ټسک وویل "زمونږ ډله نه یواځې د مشترکو سیاسي او اقتصادي ګټو لرونکو ډله ده بلکې د انساني ارزښتونو یوه ټولنه ده، په همدې وجه روسیه مونږ سره نن شتون نه لري او تر هغې به را ونه بلل شي تر څو چې د اوکراین او نورو هېوادونو په وړاندې متشدده رویه ولري."

لویدیځ هېوادونه روسیه په ختیځ اوکراین کې د ترهګرو په ملاتړ تورنوي، په‌ داسې حال کې چې روسیه دغه تورونه ردوي. د روسیې، اوکراین، فرانسې او آلمان تر منځ د اوربند په یوه هوکړه‌ لیک کې پدې توافق شوی ؤ چې د جبهې د لومړۍ کرښې څخه باید درنې وسلې د طرفینو له‌خوا وویستل شي، خو د دغې هوکړې څخه په وار وار سرغړونه شوې ده.

د نوموړي سرمشریزې غونډې رسمي اجنډا تجارت و، خو نړیوال مشران د یونان د مالي ستونزو په شمول په ځېنو نورو مسایلو سره هم مخ دي چې په غونډه کې پرې بحث وشو.

د غونډې په وړاندې لاریونونه

بله ‌خوا د شنبې له ورځې راهېسې د کپیتالستي نظام ضد مظاهره کوونکو او د سولې د فعالینو په گډون په زرگونه خلکو د جرمني په هغه ښارگوټي کې راټول شوي وو چې د جي ٧ هیوادونو غونډه پکې روانه ده.

د جي ٧ د غونډې په وړاندې مظاهرې
د جي ٧ د غونډې په وړاندې مظاهرې

پولیسو د یکشبنې په ورځ څو تنه خواره کړل چې هڅه یې کوله لارې بندې کړي.

ځینې نورو مظاهره کوونکو بیا تر هغې سیمې پورې لاریون وکړ چې د خیمو وهلو اجازه یې درلوده.

XS
SM
MD
LG