د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د جي اوه جمع غړو هیوادو څلورمه غونډه


په کابل کې د جي اوه جمع، هیوادونو په څلورمه غونډه کې ۲۰ هیوادونه غړیتوب لري.

په کابل کې د جي اوه جمع، هیوادونو په څلورمه غونډه کې ۲۰ هیوادونه غړیتوب لري.

د جي اوه جمع (G7+) غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلورمه غونډه کې د دغې ټولنې د غړو هیوادونو پرمخ کې په پرتو ګواښونو او په ځانګړي ډول امنیتي او اقتصادي ننګونو خبرې کیږي.

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې په دغې دوه ورځینۍ غونډه کې د جي اوه جمع (+ G7) غړو هیوادونو استازو د ګډون سربیره جمهور رئیس محمد اشرف غني، د افغان حکومت د کابینې یو شمیر غړو، په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او دیپلوماتانواو د مدني ټولنې یو شمیرغړو هم ګډون کړی وو.

جمهور رئیس غني دې غونډې ته په خپله وینا کې د جي اوه جمع، غړو هیوادونو پر وړاندې پر پرتو ننګونو خبرې وکړې او ویې ویل چې په کې د هیوادونو د شړیدلو په باب څرکندونې هم شاملې وې.

همداشان جمهور رئیس غني د مرسته کوونکو هیوادونو له خوا د مرستو په موثریت هم خبرې وکړې او ددغو مرستو موثریت یې تر پوښتنې راوست.

ښاغلي غني وویل چې د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو له خوا د پروژو او د سلاکارانو د ګمارلو له لارې مرستې اغیزمنې نه دي، بلکې هغه وویل چې مرستې باید د هیوادونو اړتیاوو ته په کتنې ترسره شي.

جمهور رئیس غني وویل " فکر کوم د اوه جمع ډله، یوه لاره ده چې کولای شو د خپلو ګډو تجربو څخه ګټه واخلو تر څو بلاخره د دغو ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړو، زمونږ هدف دا دی چې د مرسته رسونې کړنې او همکارۍ د کړنلارو له مخې تنظیم کړو تر څو زمونږ مشران ملي اجندا په سمه توګه تطبیق کړي".

ښاغلي غني په وروسته پاتې هیوادونو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د شوو اقداماتو یادونه وکړه او ويې ویل چې د فساد سره مبارزې په برخه کې ډیر څه نه دي شوي او یوازې په شعارونو بسنه کیږي.

جمهور رئیس غني وویل چې فساد په دغو هیوادونو کې د خدمتونو اغیزمنتوب ته زیان رسوي او د مرستو موثریت راکم وي.

هغه وویل چې په هر نظام کې چې فساد شتون ولري، کسان د ملي ګټو لپاره د هڅو پر ځای خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي.

همداشان جمهور رئیس غني وویل چې په وروسته پاتې هیوادونو کې د ملي بودیجې ناسم مدیریت د دې سبب ګرځي چې انکشافي بودیجې پوره مصرف نه شي، چې دا کار پخپله د هیوادونو ناکامي ښیي.

هغه وویل چې د انکشافي بودیجې نه مصرف په حقیقت کې د میلیونو خلکو څخه د کار فرصتونه اخلي.

هغه وویل چې دا هیوادونه دې ته اړتیا لري چې د عامه مصارفو په مدیریت کې اصلاحات راولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې وویل چې د جي اوه جمع، غړو هیوادنو د استازو راټولیدل دا ښيي چې دا هیوادونه خپلو ستونزو ته د ګډ حل د لارو لټولو ته ژمن دي.

صلاح الدین رباني وویل چې د جنګ ځپلي هیوادونه یو ګډ هدف لري اوستونزې سره یو شان دي.

ههداشان هغه وویل چې دا هیوادونه د سولې ټینګیدل غواړي اود پرمختګ په لټه کې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د جي اوه جمع، د ۲۰ غړو هیوادنوڅخه د افغانستان په ګډون اتلس هیوادونو ډیر لږ پرمختګ کړی، ډیرې زیاتې ستونزې لري، د وسله والو نښتو سره مخ دي،د تروریزم ، سخت دریځۍ او په جګړو کې ټولنیز جوړښت ته د رسیدلي زیان په بیا رغونه بوخت دي.

ښاغلي رباني وویل " امنیت لاس ته راوړو، سوله ټینګه کړو،د قانون حاکمیت رامنځ ته شي، زمونږ په ادارو کې ظرفیت او شفافیت رامنځ ته شي، زمونږ بنسټونه جوړ شي، د اقتصاد د ښه کیدلو لپاره خصوصي پانګونه زیاته شي او بلاخره خپل خلک له لوږې څخه وباسو، د ههدې له امله لازمه ده چې په خپلو کې همکاري زیاته کړو او د یو بل له تجربو ګټه واخلو ".

ټاکل شوې چې ددغې غونډې برخه وال به د پنجشنبې په ورځ هم په اړوندو مسلو سره خبرې وکړي.

جي اوه جمع، غړو هیوادنوټولنه په ۲۰۱۰ عیسوي کال کې جوړه شوې، افغانستان له لومړي سر څخه د دغې ټولنې غړیتوب لري.

او س د دغې ټولنې د غړو شمیر شلو هیوادونو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG