د لاس رسي وړ اتصالات

په پاریس کې د انټرنټ په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو


په پاریس کې د انټرنټ په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو

په پاریس کې د انټرنټ په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاز سرکوزي په پاریس کې یوې غونډې ته وویل چې انټرنټ نړۍ بدله کړیده او په عربي هیوادونو کې چې څه موده وړاندې کومې مظاهرې وشولې هغه هم د انټرنټ له برکته وې.

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاز سرکوزي دغه څرګندونې د EG8 په نامه په هغې دوه ورځنۍ غونډې کې وکړلې چې د پاریس په ښار کې د نړۍ د اتو صنعتي هیوادونو د مشرانو د عالي غونډې نه وړاندې په لاره اچول شویدی. د دې غونډې بندوبست هم پخپله سرکوزي کړیدی.

پدغه دوه ورځني کنفرانس کې د نړۍ د سیاسي ، اقتصادي چارو او نورو ټولنیزو خدماتو په بدلون کې د انټرنټ په نقش باندې بحثونه کیږي.او پدې باندې هم خبرې اترې کیږي چې آیا د انټرنټ په خدماتو باندې دې ځیني قوانین وضع شي او که نه.

سرکوزي پخپله وینا کې انټرنټ ته د انقلاب خطاب وکړ او ویې ویل چې د عربي نړۍ په هیوادونو کې د روانو مظاهرو په شمول، انټرنټ په نړۍ کې په نورو ډیرو شیانو کې هم بدلون راوستی دی.

" ښاغلی سرکوزي وایي هغه انقلابونه او د خلکو پاڅونونه چې په روان کال کې په تونس او مصر کې د خلکو لخوا وشول، د نړۍ زیات شمیر خلک ورته ګوته په خوله دي او آن دا چې زیات شمیر خلک لا ترینه خبر هم نه ؤ. خو د خلکو همدغو انقلابونو د زیات شمیر هیوادنو بهرنۍ پالیسۍ بدلې کړلې. هغه وایي چې په همدې خاطر فرانسته دیته وهڅیده چې د عاج په ساحل او لیبیا کې مداخله وکړي."

سرکوزي انټرنټ پدې هم وستایه چې ولسونو ته یې قدرت او ځواک ورکړیدی او هم یې د هغوي په اقتصادي چارو کې زیات بدلونونه راوستي دي خو تر څنګ یې په انټرنټ کې د ماشومانو د بربنډ فلمونو او یا د انټرنټ له لارې د غلا کولو د مسایلو د اهمیت په اړه هم خبرې وکړلې.

پدې دوه ورځني کنفرانس کې به پدې موضوع باندې هم تود بحث وشي چې آیا د انټرنټ په استعمال دې قوانین وضع شي او که نه. په چین او شمالي کوریا کې د انټرنټ ځینې پاڼۍ سانسورې شویدي او فرانسه بیا د دې غوښتنه لري چې د کاپي کولو حق او ځیني نور قوانین دې هم د انټرنټ په استعمال باندې ولګول شي.

پدې کنفرانس کې د بیلا بیلو هیوادونو څخه 15 سوه کسان ګډون لري. د ګوګل، E-Bay او د ټولنیزو چارو د مشهورې ویب پاڼې فیس بوک مشران هم ورته راغلي دي.

د هند د مخابراتو نامتو شخصیت سونیل بهارتي میتال بیا پدې کنفرانس کې پدې وغږیده چې څنګه د نړۍ په غریبو هیوادونو کې د ګرځنده یا موبایل ټیلفونونو له لارې خلکو ته روغتیايي خدمات رسول کیږي.

" د هند په شان په زیات شمیر هیوادونو کې خلک دیته زړه ښه کوي چې د ګرځنده ټیلفون له لارې روغتیایي خدمات تر لاسه کړي ځکه چې په کلیو او بانډو کې روغتیايي خدمات په ډیر بد حالت کې دي نو په همدې خاطر زیات شمیر کارونه دي چې د موبایل له لارې کیدلی شي. "

د همدې اونۍ په وروستیو ورځو کې کله چې د فرانسې د ډیولي په ښار کې د نړۍ مشران د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو یا G8 د مشرانو په عالې غونډې کې سره جرګه کیږي، د فرانسې جمهور رییس نیکولاز سرکوزي وایي چې د انټرنټ په روانې غونډې کې ګډون کوونکي به هم پکې ګډون وکړي او هیله لري چې د نړۍ د مشرانو سره به هغوي مخامخ خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG