د لاس رسي وړ اتصالات

جي اته هیوادونو پر ایران، سوریې او شمالي کوریا خبرې وکړې


د نړۍ د اتو صنعتي هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو نن د پنجشنبې په ورځ په لندن کې دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله. د غونډې تمرکز په سوریې کې پر روان کړکیچ ، په شمالي کوریا کې پر شویو تازه انکشافاتو او د ایران پر اټمي پروګرام باندي وو.


په یوې بیانیې کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره سوه د یادشویو هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو د امریکا او جنوبي کوریا پرضد د شمالي کوریا ګواښونه وغندل او په سوریه کې یې د بشري مرستو غوښتنه وکړه.


د چارشنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري او د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ د سوریې د مخالفینو غوښتنې واوریدې چې د لازیاتې نظامي مرستې غوښتنې یې کولې خو د امریکا یوه چارواکي وویل چې امریکا او بریتانیا د سوریې د مخالفینو سره په دې برخه کې کومه ژمنه ونکړه.


ښاغلی کیري او هاګ به د روانې میاشتې په پای کې په استنبول کې د سوریې د ملګرو هیوادونو په غونډه ګډون وکړي او د سوریې د موضوع په هکله به نورې خبرې وکړي.


بریتانیا او فرانسه وايي چې پر سوریې باندي دي د اروپايي اتحاد له خوا د وسلو د ترلاسه کولو وضع شوی بندیز لیري دي ترڅو د سوریې د حکومت ضد قواوو سره مرسته وسي خو روسیه او جرمني ددغه وړاندیز مخالفت کوي او وايي چې دغه وسلې کیدای شي چې د سخت دریځو اسلام پالو لاس ته ورولوېږي او په نتیجه کې یې یوې سیمه ایزې شخړې ته لمن ووهل شي.
XS
SM
MD
LG