د لاس رسي وړ اتصالات

د ګیلاني خبرداری د امریکا عکسلعمل


د ګیلاني خبرداری د امریکا عکسلعمل
د ګیلاني خبرداری د امریکا عکسلعمل

د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا گیلاني د دوشنبې په ورځ د هغه هیواد پوځ او استخباراتی ادارې نه دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې یوازې پاکستان د هغه هیواد په پوځی ښار کې د اسامه بن لادن په نه موندولو گرم ندی.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د امریکا په عملیاتو کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته پرون دوشنبې د لومړي ځل دپاره پارلمان غونډې ته په وینا کې هغه تورونه رد کړل چې گواکې د پاکستان اردو او یا استخباراتو د بن لادن د پټنځای په اړه معلومات درلودل. هغه همدارنگه امریکا ته خبردارې وکړ چې په راتلونکې که ورته فعالیتونه تر سره کړل، په پوره قوت سره به ځواب ورکړي.

« د پاکستان په ستراتیژیکو مهمو ودانیو بریدونه که پټ وي او که ښکاره، جوړ او مناسب غبرګون به یې په وړاندې وښودل شي. پاکستان ځان ته دا حق ورکوي چې په پوره قوت سره ځواب ورکړي. هیڅ څوک هم د دې هیواد او د پوځ وړتیا او پریکړنده دریځ باید کم اټکل نه کړي.»

بلې خوا ته د سپینې مانې وېاند جې کارني د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا غوړاي د بن لادن د دریو میرمنو او هغو موادو ته لاس رسی پیدا کړي چې د امریکا د عملیاتو ورسته اوس د پاکستان په حراست کې دې.

«مونږ د پاکستان سره په ډیرو برخو کې په مشورې بوخت یو چې د بن لادن د میرمنو او نورې مسلې دي. ځینی مواد چې شاید د امریکايي کمانډو د وتلو ورسته د پاکستانی چاواکو په لاس ورغلي وي، مونږ په دې هکله به خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو.»

ښاغلي گیلاني د بن لادن د پاکستان په پوځ ښار ایبټ اباد کې د اوسیدو په هکله د بشپړې څیړنې او تحقیقات حکم ورکړ.

« موږ عزم لرو چې دد ې خبرې تل ته ورسیږو، چې څنګه و او کله بن لادن وکولای شو چې په ایبټ اباد کې پټ اوسي. په دې اړه موږ په پلټنو لاس پوري کړی دی.»

صدراعظم گیلاني دا ومنله چې هیواد ېې د بن لادن په موندولو کې پاتې راغلی خو زیاته ېې کړه چې پدې ناکامې کې پاکستان یوازې ندی.

د رسنیو د راپورونو له مخه پاکستان د بن لادن پر ضد د پټو عملیاتو د ترسره کولو وروسته خبر شوی . څارونکي وايي چې په دې سره امریکا د پاکستان سره د همکارۍ به برخه کې موجود شکونه نړيوالو ته وښودل.

د بن لادن د اوسیدو ځای دا شکونه رامېنځ ته کړي دي چې هغه به د پاکستانې چاواکې اوشاید هم د استخباراتي او مخورو پوځي مامورینو مرستې تر لاسه کولی. وویل کیږي چې پاکستان پوځ د اسلامې تندلارو سره چې په افغانستان او هند کې ورنه کار اخلي، اړیکي لري. خو د امریکا چاواکې وایې هغوي داسی شواهد نلري چې د پاکستان جکپوړي پوځي او استخباراتي مامورین دې د بن لادن په پټولو کې لاس ولري.

د سپنې مانې ویاند د امریکا او د پاکستان د اړیکو په هکله په ځواب کې وویل چې امریکا ممکن یو وخت د پاکستان سره اړیکې وشلوي خو بیرته یې خپله خبره بدله کړه.

« زه وایم چې مهمه ده چې پرته د جدې پاملرنې / اریکې وشلو... دا غړنده ژبه ده چې باید وې نه کاروم.... خبره دلته ده چې اړیکې ډیرې پیچلې خو مهم دي. دا پخوا هم په ځینو برخو کې د امریکا او د امریکائینانو د امنیت دپاره گټور ثابت شوی وه. مونږ هیله لرو چې دا اړیکې همدارنگه دوام ومومی. ځکه دا زموږ د ملی منافع دپاره مهم دې.»

پاکستان یوازی د خارجې فشار لاندې نه بلکې کورني فشارلاندې هم دې. په پاکستان کې د ډيرو خلکو له پاره، د پاکستان په خاوره کي په يوازي سر د امریکا عملیات د منولو وړ نه دي. د پاکستان مخالفې سیاسې ډلې هم پارلمان ته د پاکستان د صدراعظم د دوشنبې د ورځې په وینا باندې چې په هغه کې د پوځ او استخباراتو دفاع کړه، نیوکې کړې دی. د پاکستان د مسلم لیگ نواز گوند وویل د هغوی په اند د وینا متن د امریکا د سفارت څخه لیږدل شوی وه.

XS
SM
MD
LG