د لاس رسي وړ اتصالات

څه کم۵۳ سلنه افغانان غواړي له هیواد څخه ووځي ـ سروې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د یوې سروې پایلي ښيي چې حد اوسط ۵۳ سلنه ښځینه او نارینه افغانان غواړي له افغانستان څخه ووځي.

دغه سروې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست او سپټمبر په میاشتو کې د ګلوپ (Gallup) شرکت لخوا تر سره شوې، ښيي چې۵۶ سلنه نارینه او ۵۰ سلنه ښځې له افغانستان څخه د وتلو غوښتونکي دي. یاد ګروپ ویلي چې دا نسبت ۲۰۱۸ کال ته درې سلنه زیات شوی دی.

د ګلوپ په راپور کې راغلي چې"اوس مهال په بلقوه طور " زیات شمېر افغانان غواړي چې خپل هیواد پریږدي، ځکه چې د طالبانو په حاکمیت سره په میلیونونه خلک په دغه هیواد کې له لوږې سره مخ شوي دي.

د دغه سروې پایلې په داسې مهال شریکې کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د ګست په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته سلګونو زره افغانان له خپل هیواد څخه وتلي دي.

د ګلوپ په راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، میلیونونه افغانان که چانس پیدا کړي، له خپل هیواد څخه وځي.

افغانان غواړي کومو هیوادونو ته ولاړ شي؟

ګلوپ راپور ورکړی هغه افغانان چې غوښتل یې کومو هیوادونو ته ولاړ شي نسبت ۲۰۱۸ کال ته یې په تمایلاتو کې تغیر راغلی دی، راپور زیاتوي ترکیه، جرمني، کاناډا او د امریکا متحده ایالات د هغوو هیوادونو په سر کې دي چې افغانان غواړي له خپل هیواد څخه تر وتلو وروسته هلته مېشت شي.

د ګلوپ د سروې په اساس ۲۵ سلنه افغانانو چې په دغه سروې کې ګډون کړی دی ترکیې، ۱۵ سلنه جرمني او ۱۲ سلنه کاناډا ته د کډوالۍ غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۱۸ کال د سروې په نسبت ۷ سلنه زیاتوالی ښيي. خو هغه کسان چې غواړي امریکا ته ولاړ شي د ۲۰۱۸ کال د سروې په شان لس سلنه دي.

پایلې

د ګلوپ د سروې په اساس اکثره افغانان، چې غوښتل یې تیر کال یې خپل هیواد پریښي وای، خپل عمده دلیل پر افغانستان د طالبانو بیا حاکمیت او ناهیلي ښيي.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته چې له خپل هیواد څخه د میلیونونو اوکراینیانو د تښتې لامل شو، له افغانستان څخه د نړۍ پام اوکراین ته اوښتی دی او افغان کډوال له هیرېدو سره مخ دي.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې په افغانستان کې بشري بحران نه یوازې دا چې پر خپل ځای پاتې دی، بلکې د دغه هیواد وضعیت له بېلابېلو لورو څخه د خرابېدو په حال کېدی.

د سروې تګلاره

ګلوپ ویلي چې دغه سروې د ۲۰۲۱ کال د اګست له نهمې څخه بیا د سپټمبر تر ۲۹ پورې د تیلیفوني مرکو له لارې تر سره شوې ده. هغه کسانو چې په دغه سروې کې ګډون کړی دی، د تصادفي نمونې په توګه انتخاب شوي دي او عمرونه یې ۱۵ کاله او له هغه څخه پورته دي.

د ګلوپ شرکت چې اصلي مرکز یې د امریکا متحده ایالاتو په واشنګټن کې دی، په ۱۹۳۵ میلادي کال کې د جورج ګلوپ لخوا رامنځته شوی دی. دغه شرکت د ۱۹۸۰ کلونو راپدېخوا د نظر پوښتنو او سروې تر سره کېدو له مخې به نړۍ کې زیات شهرت لري.

XS
SM
MD
LG