د لاس رسي وړ اتصالات

ګرمسیر امنیه قوماندان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی


د هلمند په ولایت کې د افغانستان په کچه ترټولو زیات کوکنار کرل کیږي.
د هلمند په ولایت کې د افغانستان په کچه ترټولو زیات کوکنار کرل کیږي.

دهلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د ګرمسیر د ولسوالۍ امنیه قوماندان سرڅارمن غلام علي شاکر تیره ورځ د نشه یې توکو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

د هلمند په امیه قوماندانۍ کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سرڅارمن غلام علي شاکر د نیولو وروسته د لښکرګاه ښارته د پلټنو لپاره وړل شوی دی.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي پدې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کوي.

د ګرمسیر ولسوالۍ پر امنیه قومندان سرڅارمن غلام علي شاکر باندې توردی چې هغه نه یوازې د نشه يې توکو په قاچاق کې لاس در لود بلکې په مصونه توګه د نشه یې توکو د قاچاقبرانو کاروانونو تیریدلو ته یې هم امکانات برابرول.

د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د دغه ولایت په جنوب کې له پاکستان او ایران سره ګڼې نښلوونکي لارې لري او د نشه يي توکو د انتقال د یوې مهمې عبوري لارې په توګه پیژندل کیږي.

د هلمند د دیشو ولسوالۍ مرکز بهرامچه چي د مخدره موادو د کارو بار ستر مرکز دی او د افغان ځواکونو له کنټرول وتلې سیمه ده هم د ګرمسیر په ګاونډ کې پرته ده .

افغان حکومت په هلمند کې د نشه يې توکو کښت او قاچاق د دغه ولایت د امنیت لپاره د یو ستر ګواښ په توګه یادوي.

په هلمند ولایت کې د نشه يې توکو په تړاو د یوې ولسوالۍ د امنیه قومندان نیول کیدل په تیرو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې لومړی اقدام دی.

د هلمند په ولایت کې د افغانستان په کچه تر ټولو زیات کوکنار کرل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG