د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د ګاز ډبې یوې چاودنې لږ تر لږه ۸۲ تنه ووژل


په هند کې د ګاز ډبو د چاودنو پېښې معمول بلل کیږي، خو دا یوه یې تر ټولو خطرناکه بلل شوې ده.
په هند کې د ګاز ډبو د چاودنو پېښې معمول بلل کیږي، خو دا یوه یې تر ټولو خطرناکه بلل شوې ده.

د هند د مرکزي ایالت په مدیا پردېش ایالت کې د ګازو د ډبې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه ۸۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي ښايي د وژل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي ځکه چې د ځینو زخمیان حالت ښه نه دی.

ګاز ډبه د شنبې په سهار وچاودېدله، دا هغه وخت و چې رستورانت له مشتریانو ډک وي او ورڅېرمه سیمو کې یې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته وه.

چارواکي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې رستورانت ته نژدې یو شمېر ودانۍ هم زیانمنې شوې او خرابې شوي دي.

چارواکي وايي د ګاز ډبې له چاودنې سملاسي وروسته په ورڅېرمه سیمې کې د چاودیدونکو توکو یو ګودام هم وچاودېده او نوره ویجاړه یې هم وکړه.

د ژغورنۍ عملیه او نور رضاکاران په نړېدلو ځایونو کی په ژوندیو کسانو پسې گرځي.

په هند کې، معمولا د گازو ډبو د چاودنې دا ډول پېښې وخت ناوخت کیږي، خو د انسانانو د وژلو او زخمي کولو له پلوه دا یوه تر ټولو خطرناکه بلل شوې ده.

لا دقیق معلوم نه دي چې د چاودنې اصلي علت څه و.

XS
SM
MD
LG