د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: له افغانستان نه د خروج نیټه بدلیدونکې نده


د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس د امریکی یوی معتبری ورځپاڼی ته وویل چی د افغانستان نه د ٢٠١١م کال د جولای په میاشت کی د امریکایی عسکرو وتل بدلون نه موندونکی خبره ده او له دی امله په افغانستان کی د امریکایی قواوو د عمومی قوماندان جنرال ډوید پیتریس سره په اختلاف کی دی.

په داسی حال کی چی دواړه دغه عالي رتبه چارواکي د افغانستان نه د امریکایی عسکرو د تدریجی وتلو سره موفق دی خو دوی د عسکرو د وتلو د نیټی د پیل سره چی تیر کال د جمهور ریس براک اوباما لخوا ټاکل شوی وه موافق نه دي.

ښاغلي گتس د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی د دوشنبی په گڼه کی په یوه مرکه کی ویلی چی په دی کی هیڅ شک نشته چی د ٢٠١١ م کال د جولای په میاشت کی به د عسکرو د وتلو لړۍ پیل شی.

په داسی حال کی چی جنرال پیتریس پرون د NBC ټلویزیون ته وویل چی د افغانستان نه د ٢٠١١ م کال د جولای په میاشت کی د عسکرو راوتل به په افغانستان کی په امنیتی لاس ته راوړونو پوری مربوط وی.

XS
SM
MD
LG