د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او افغانستان باید د وروستیو ملکي تلفاتو په هکله گډې پلټنې وکړي


امریکا او افغانستان باید د وروستیو ملکي تلفاتو په هکله گډې پلټنې وکړي
امریکا او افغانستان باید د وروستیو ملکي تلفاتو په هکله گډې پلټنې وکړي

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس وايي چې په افغانستان کې د ملکي خلکو د تلفاتو پر خلاف د جمهور رئیس حامد کرزي په وار وار خبردارئ د هغوکړاونو او درد ښکاروندوئ دی چې د تېرو دېرشو کلونو جنگ په دوران کې په افغانانو باندې تېريږي.

رابرټ گېټس پرون وویل چې دواړه خواوې باید د ملکي خلکو د تلفاتو په هکله پلټنې وکړي. د امریکا ددفاع وزېر وویل چې ښاغلې حامد کرزی او افغان ولس باید په دې خبره پوه وي چې د امریکا تر مشرئ لاندې دناټو ایتلاف د هغوئ متحد او ملگري دي او غواړي چې روانه شخړه پای ته ورسیږي.

جمهور رئیس کرزي پرون خبردارئ ورکړ چې د ناټو تر قوماندې لاندې ایتلافي ځواکونه باید، د ښاغلي کرزي په قول، په یوه اشغالگره قوه باندې تبدیله نه شي. هغه دغه خبردرائ وروسته له هغه ورکړ چې د ایتلافي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ملکي وگړي ووژل شول.

ښاغلي کرزي په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل که د ملکي کسانو وژل دوام وکړي نو هغه به یو لړ ځوابي اقدامات وکړي، مگر په مشخص ډول یې دا ونه ویل چې څه ډول اقدامات په نظر کې لري. جمهور رئیس کرزي په دې خبره زیات تاکېد وکړ چې افغانان نور د خلکو په کوورنو باندې حملې زغملي نه شي.

له بلې خوا دامریکا ددفاع وزیر وايي چې په افغانستان کې اتیا په سلو کې تلفات د طالبانو د حملو په نتېجه کې رامنځ ته کېږي.هغه زیاته کړه چې طالبان د ملکي هدفونو پر خلاف بمونه استعمالوي او نورې حملې هم کوي.

د افغانستان داستخباراتو رئیس لطف الله مشال وايې چې طالبان د ځان وژونکو حملو نه اوس ډېره استفاده کوي، او د هغو کسانونه کار اخلي چې په پاکستاني مدرسو کی درس لولي. هغه زیاته کړه چې چارواکو تراوسه پورې ١٨ کم عمره هلکان نېولي دي.

د امریکا عسکر او د ناټو قواوې چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونوپه اجازه فعالیت کوي سږکال په اکټوبر کې یې د ماموریت اوسنئ موده پاې ته رسېږي اوددغې نېټې نه وروسته یې په افغانستان کې د ماموریت د دوام په اړه خبرې روان دي. ښاغلي کرزي وېلې ؤ چې د ناټو د ځواکونو په ماموریت باندې به ځینې سخت بندېزونه ولگلوي.

په عېن وخت کې ناټو وايې چې یو عسکر یې پرون د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په حمله کې وژل شوې دی.

XS
SM
MD
LG