د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس: د افغانستان په اړه اندېښنې موجودي دي


ګیټس: د افغانستان په اړه اندېښنې موجودي دي

ګیټس: د افغانستان په اړه اندېښنې موجودي دي

د امریکا د دفاع وزیر دا خبره تصدیق کړې ده چې په امریکا کې د افغانستان د جګړې په برخه کې اندیښنې موجودي دي. هغه وايي چې د امریکا خلک د یوې لسیزې له جنګ نه نور ستړي شویدي.

ښاغلي ګېټس نن په واشنګټن کې داخبرې یوه ورځ مخکې له هغه نه وکړلې چې توقع ده جمهوررئیس اوباما له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو پلان اعلان کړي.

د دفاع وزیر وویل پکار ده چې جمهوررئیس د عسکرو د راوتلو د پلان په دې برخه کې په هیواد کې دننه زغم او تحمل په نظر کې ونیسي هم په کانګرس کې او هم د امریکا په خلکو کې او هغه شرایط هم په نظر کې ولري چې په افغانستان کې د جګړې په میدان کې موجود دي.

اوباما سبا د عسکرو ایستل اعلانوي

سپینه ماڼۍ وايي، جمهوررئیس براک اوباما به د چارشنبې په ماښام له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په باره کې خپل پلان اعلان کړي.

یوه لوړرتبه مامور وویل، ښاغلی اوباما به د جولای په میاشت کې د امریکايي عسکرو د وتلو د پیل پلان او د راتلونکي وخت د وتلو لپاره دواړه پلانونه اعلان کړي ددغه پلان هدف دادی چې په ۲۰۱۴ کال کې افغانانو ته د ملک د امنیت مسوولیت وسپارل شي.

دغه اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان د جنګ سره په امرېکا کې عامه ناراضایتي ورځ په ورځ زیاتیږي. ددې علت د امریکایي عسکرو د تلفاتو او د امریکا په اقتصاد باندې د جنګ د لګښت اغیزې دي.

XS
SM
MD
LG