د لاس رسي وړ اتصالات

رابرت ګیټس: د پارلماني انتخاباتو لپاره چمتوالی نیول شویدی


رابرت ګیټس: د پارلماني انتخاباتو لپاره چمتوالی نیول شویدی

رابرت ګیټس: د پارلماني انتخاباتو لپاره چمتوالی نیول شویدی

د امریکا د دفاع وزیر ر ابرت ګیټس وایي چې د افغانستان امنیتي قواوو د پارلمانی انتخاباتو لپاره یو مناسب امنیتي پروګرام جوړ کړیدی.

طالبانو په مکرر ډول ګواښ کړیدی چې د تشدد نه په ګټې اخیستو سره به په افغانستان کې پارلماني انتخابابت ګډوډ کړي. طالبانو افغان ولس ته خبرداری ورکړیدی چې رایه دې نه ورکوي او دا یې هم ویلي دي چې د هغوي جنګیالي به په ټول هیواد کې د رایه اچونې په مرکزونو باندې حملې وکړي.

خو د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس چې د دفاع په وزرات کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل فکر کوي چې د افغانستان امنیتې قواوې دیته پوره چمتوالی نیولی دی چې د رایه اچونکو ساتنه به کوي.

" د پارلماني انتخاباتو لپاره زیات چمتوالی نیول شویدی، د رایې اچونې صندقونه د رایو مرکزونو ته وړل شویدي. د هغو مالوماتو پر اساس چې د افغانستان نه ماته رارسیدلي دي وایي چې د افغانستان امنیتي قواوو د انتخاباتو لپاره یو مناسب پروګرام جوړ کړیدی او مونږ به د اړتیا سره سم د هغوي سره مرسته کوو. "

د دو سوه او پنځوس زرو نه زیات افغان ملي پولیسو او د ملي پوځ عسکرو ته دنده ورکړل شویده چې د رایو د مرکزونو ساتنه وکړي.

که څه هم چې د جمهور ریاست تیر انتخابات پدې ګمان چې ټګي او برګي پکې شوې وه بې خونده شول خو د دفاع وزیر رابرت ګیټس وایي هیله لري چې د پارلماني انتخاباتو نه به یوه ښه نتیجه راووځي.

" زما په فکر دا ځل د انتخاباتو لپاره یوه ښه قضایي پروسه په پام کې نیول شویده نو په همدې خاطر مونږ هیله لرو چې داسې با اعتباره انتخابات به وشي چې بې قانوني او نامنسبوالی پکې کم وي. "

له بلې خوا د امریکا جمهور رییس براک اوباما ویلي دي چې د راتلونکې کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تدریجي راوتل پیل شي خو د فرانسې د دفاع وزیر هرف مارن چې خبرې یې یوه ترجمان ترجمه کولې د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس سره یې په یوې ګډې غونډې کې وویل چې په افغانستان د هر ډول عسکرو کمول باید چې په خورا احتیاط سره ترسره شي.

" دا د اروپایي ټولنې، کوم بل مقام او یا د ټولې نړیوالې ټولنې کار ندی چې د افغانستان نه زمونږ د عسکرو د راوتلو اعلان وکړي ځکه دا کار به طالبان نور هم دیته وهڅوي چې د عسکرو د وتلو د پروګرام نه ګټه واخلي نو مونږ ته په کار دی چې دا کار په مسؤلانه شکل وکړو. "

ګیټس په پای کې یو ځل بیا هغه خبر تکرار کړه چې پدې خبره خوښ دی چې د افغانستان لپاره د امریکا تګلارې کار ورکړیدی او ښه نتیجه لري. خو هغه وویل دا به څو کالونه ونیسي چې د افغانستان د امنیت ساتنې مسؤلیت په بشپړه توګه د هغه هیواد امنیتي قواوو ته وسپارل شي. ګیټس وویل پدې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان جګړې دې یوه آسانه جګړه وي.

ګیټس وویل هغه دیرش زره اضافي امریکایي عسکر چې جمهور رییس اوباما یې افغانستان ته د تللو امر صادر کړی ؤ، څو اونۍ وړاندې هلته ورسیدل او زیاته یې کړه چې اوس امریکا او انډیوالان یې په افغانستان کې کافي امکانات او ښه تجهیزات لري چې یوه مناسبه او ښکاره نتیجه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG