د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د ګیټس وروستی رسمي سفر او د کرزي غوښتنه


کابل ته د ګیټس وروستی رسمي سفر او د کرزي غوښتنه

کابل ته د ګیټس وروستی رسمي سفر او د کرزي غوښتنه

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ چې دروانی میاشتی په اخرکې تقاعد کوي، د یکشنبی په ورځ د افغانستان جنوب ته ورسید چې د امریکایي عسکرو سره خدای امانی وکړی.

ګیټس په داسې حال کې افغانستان ته تللی چې دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما پدی دعسکرو دایستلو په شمیر باندی غور کوي چې د پلان سره بله میاشت په وتلو پیل کوي.

د ارګ په ماڼۍ له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل او ماښام ناوخته یې له جمهور رئیس حامد کرزي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخېسته.

ګيټس چې افغانستان ته د جمهور رئیس کرزي د وروستیو توندو خبرو وروسته لومړی امریکايي لوړ پوړی چارواکی دی چې سفر کوي، خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له ماتې وروسته نړیوالې ټولنې په ملکي او نظامي هڅو کې خپله همغږي له لاسه ورکړې وه.

رابرټ ګيټس، د امریکا د دفاع وزیر: ‪"‬د طالبانو د رژیم په را وروسته کلونو کې د نړیوالې ټولنې دواړه ملکي او نظامي هڅې د نه متمرکزه کېدو، همغږۍ او سرچینو له کمبود سره مخ شوې، او ډېر ځله د افغانانو حساسیتونو او خپلواکۍ ته د نه احترام او درنښت سره مخ شول.‪"‬

د امریکا د دفاع وزیر سږ کال په اوړي کې د ایساف د ځواکونو د وتلو او د امنیت د انتقال پر پروسې ټينګار درلود چې پلې به شي خو افغانان سره به اوږده ملګرتیا پرې نه ږدي.

بل لور ته افغان جمهور رئیس حامد کرزي یو وار بیا د هوايي بمباریو په اړه خپله خبره تکرار کړه او وې ویل چې له ښاغلي ګيټس سره یې په کتنه کې پدې موضوع په مفصله توګه خبرې کړي او د ملکي تلفاتو، د کورونو د تالاشۍ او د نړیوالې ټولنې د توقیف خونو په سر به افغان ادارې له نړیوالو ځواکونو سره ګډې پرېکړې ته ورسیږي او پدې کار کوي.

حامد کرزی، د افغانستان جمهور رئیس: ‪"‬د افغانستان د خلکو له اړخه دوی محترم ته مو عرض وکړ چې د افغانانو په کورونو دې نور هوايي بمبارۍ بیا تکرار نه شي، افغانان له نړیوالې ټولنې سره د تروریزم په جګړه کې همکار دي، ولې د افغانانو په کورونو هوايي بمبارۍ نه قبلوي او پدې اړه د افغانان غوښتنه په قطعې ډول د هوايي بمباریو درول دي، دا ډول د افغانانو د کورونو د شپې له خوا د تالاشۍ، بندي نېولو او توقیف په اړه هم مفصلې خبرې وشوې.‪"‬

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس په پاکستان کې د ترهګرۍ د پټنځایونو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې له کرښې هاغه غاړه د ترهګرۍ د پټنځایونو مسئله ورته په مسلسله توګه د اندېښنې وړ ده خو پدې اړه له پاکستان او افغانستان سره ګډ کار کوي.

جمهور رئیس کرزي بیا رابرټ ګيټس د افغانانو ښه دوست وباله وې ویل چې هغه د افغانانو له موقف تل دفاع کړې او د افغانستان د ملي اردو په تجهیز کې یې زیات زیار ایستی.

جمهور رئیس وویل چې افغانستان سره د ګيټس د مرستو په درناوي یې د غازي اکبر خان دولتي مډال ورکړی.

د یکشنبی په ورځ کندهار ته ددفاع دوزیر درسیدو نه لږمخکی ناټو اعلان وکړچې دافغانستان په جنوب کې یې د یاغیانو سره په جګړه کې یو عسکر ووژل شو. په یوه جدا پیښه کې ناټو وویل، دائتلاف یوهلیکپټر دافغانستان په ختیځ کې غورځیدلی دی چې دوه کسان پکی وژل شویدي.

په داسی حال کې چې ښاغلې ګیټس دشنبی په ورځ کابل ته رسیدلی دی، بین المللی ائتلاف اعلان وکړ چې دافغانستان په ختیځ کې یې څلور عسکر وژل شویدي.

د دفاع وزیر رابرټ ګیټس دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی ته خبرداری ورکړچې دده هیواد ضرورت لری چې دامنیت ټینګول چټک کړی او که دا کار ونشی نو دامریکائې عسکرو ارام وتل به د خطر سره مخامخ کړي.

ګیټس دشنبی په ورځ په سینګاپور کې په امنیتی کنفرانس کې وویل،کیدای شی چې دیو کال په دننه کې به دطالبانوسره دسولې خبری وشی. ګیټس وویل، دغه خبری به په افغانستان کې دناټو دپرمختګ پوری تړلی وی چې په یاغیانو باندی فشار راوستل شي.

XS
SM
MD
LG