د لاس رسي وړ اتصالات

رابرت ګیټس د مطبوعاتو په برخې کې د نوې پالیسې دفاع وکړه


رابرت ګیټس د مطبوعاتو په برخې کې د نوې پالیسې دفاع وکړه
رابرت ګیټس د مطبوعاتو په برخې کې د نوې پالیسې دفاع وکړه

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت ګېټس د پنټاګان د مطبوعاتو له نوې پالېسۍ دفاع وکړله. دغه پالېسي تېره اونۍ خپره شوېده او داغوښتنه کوي چې د مرکو کولو ټولی غوښتنې به دهغه د عامه اړېکو ددفتر له خوانه منظؤرېېږی.

ددغې پالېسۍ له امله په خبر ېالانو کې دا اندېښنې راپېدا شوېدي چې د پوځ نظآمی اوملکي مشرانو ته به ددوي رسېدل محدود شی.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت ګېټس خپل کنفرانس دپنجشنبی په ورځ په هغو خبرو باندی پېل کړ چې درې نېم کاله مخکی ېې دخپلې وظېفې داشغالولو له وخت راهېسی تکراروی.

"ما د خپلې وظېفې اولی څومېاشتی په دې خبره تېرې کړلی چی خپلو نظآمی اورېدونکېواو لېدونکېو ته وواېم چې مطبوعات زموږ دښمن نه دي اوکه ددښمن په څېرسلوک ورسره وشی نو هم بې ګټی کاردی او هم د ځان ماتول دی."

رابرت ګېټس ووېل دده نظر ندی بدل شوی. خو واېې چې دده په وزارت کې ېوشمېر خلک له خبرېالانو سره په وېلو کې ډېر داسی څه واېې چی پکارده وې نه واېې. هغه ووېل دې دېته اړشو چې ددوه معتبرو منصبدارانو استعفې ددې لپاره قبوله کړی چې هغوی مطبوعاتو ته ېوڅه خبری کړی وی. په دې کې ېوتن په افغانستان کې دناټو او امرېکا د قواو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکرېسټل و چې دوه اونۍ مخکی ېې استعفې وکړله. هغه داخبره هم وکړله چې دې دېته اړشو چې ېوبل غټ منصبدار رسمً توبېخ کړی ځکه چې هغه دامرېکا د بهرنۍ پالېسۍ په برخې کې عمومی خبری کړې وې. خو چارواکېو ددغه منصبدارنوم او دهغه دخبرو موضوع څرګنده نه کړه.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت ګېټس چې په پخوانۍ اداره کې ېې هم کار کړېدی، وې وېل چی سپېنه ماڼی اوس دې خبرو ته پاملرنه کوی.

" ماله دوه مختلفو جمهوررئېسانو سره کار کړېدی. هرېوه په څو پېښو کې د دفاع د غټو نظآمی منصبدارانو او غټو ملکي چارواکېو په هکله خپلې اندېښنی راته په دې برخه کې څرګندې کړېدي چې د بهرنۍ پالېسۍ د مساېلو په برخه کې په نامناسب ډول خبرې کوي."

دامثالونه، زما له خپلې خواشېنی سره په دې برخه کې ېوځای شول چی پرسونل مخکې له وخته ځېنی مساېل برالا کوی او ځېني نورې مسلې چی له غور لاندی وي زه ېې څواونی مخکی دې نتېجی ته ورسولم چې موږغټې همکارۍ ، هماهنګۍ او ډسېپلېن ته اړتېا لرو.

هغه خبرېالان چې د پنټاګان په هکله خبرونه لېکی هغوي د پنټاګان دنوې پالېسۍ په برخه کې اندېښنه څرګنده کړه چې دا به ددې سبب شی چې چارواکی پرېکړه وکړی چی له دوی سره خبری ونکړی نسبت دېته چې د د دفاع دوزېرد قهرولو خطر قبول کړی او داهلی ځلی وکړی چې دمرکې اوخبرو دمنظؤری رسمی لاری چاری غوره کړی. خبرنګاران دا ندېښنه هم لری چې دمرکو په غوښتنو به ډېر وخت هم لګېږی.

خو رابرت ګېټس ووېل چې د پنټاګان دمطبوعاتو نوی پالېسی به د خبرېالانو مخنېوی ونکړی خو هغه داخبره ومنله چې دی په دې خبره باندی ډېر واک او اختېار غواړی چې دده په وزارت کې څوک له مطبوعاتو سره خبری کوی، کله ېې کوی او د څه په برخه کې ېې کوی.

"دا پالېسی ددی لپاره ده چې موږ په دې برخه کې ډېر په غور اوهوښېارتېا باندی هغو غوښتنو ته ځواب ورکړو چې دمرکو په باب کېږی. موږ به کوشش وکړو چې هغه معلومات چې تاسی ته درکول کېږی هغه درست وی او داخبره ېقېنی کړو چې زموږ خلک دداسی مساېلوپه با ب خبری ونکړی چې هغه ښاېې ډېرې حساسی وی خو دوی به پرې خبر نه وی. "

په عېن حآل کې ددفاع وزېر رابرت ګېټس ووېل چې دې په دې عقېده دی چی دده په وزارت کې به د مهمو خبرونو رپوټ اوس هم ورکړل شی. هغه د با تجربه اوسابقه دارو منصبدارانو د ستونزو او د جګړی مېدانو نو ته د زغره ورو عراده جاتو د انتقال د ستونزو په با ب خبری وکړلی. هغه دغه ډول خبری رپوټونه هغه وساېل وګڼل چې ده ته مهم معلومات په لاس ورکوی او دی دهغو په برخه کې ضروری اقدامات کوی.

خوسره له دې هم ېوشمېر خبرېالان فکر کوی چی ددغه راز رپوټونو او خبرونو ورکول به اوس مشکل کار وی؛ خو ېوشمېر نور خبرېالان وایی چې په ماضې کې هم پنټاګان دمعلوماتو او خبرونو د برالا کولو په برخه کې سخت اقدامات ېوازې دېوې محدودی مودی لپاره کامېاب وو.

دنظامی خبرېالانو او د تصحېح دمدېرانو موسسه واېې چې دوی به داپالېسی د ٦٠ ورځو لپاره وڅاری، مخکی له دېنه چې دنورو بدلونو غوښتنه پکې وکړی.

XS
SM
MD
LG