د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس د امریکا او جنوبی کوریا گډ نظامی تمرینات اعلان کړل


دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټس وايي، امریکا به دجنوبی کوریاسره په گډو نظامی تطبیقاتو برخه واخلی چې دشمالی کوریا دتازه وخت دنظامی پارونی مخالفت وکړی.

هغه د شنبی په ورځ په سنگاپورکې دآسیا ددفاع دوزیرانواو داستخباراتو دمامورانو په عالی غونډه کې دغه اعلان وکړ.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس د آسیا د عالی غونډی په وخت کې پخپله وینا کې بیا د شمالی کوریا پارونکی نظامی اقدام وغنده چې دمارچ په میاشت کې ئې دجنوبی کوریا جنگی کشتې ډوبه کړې وه او شپږڅلویښت ماڼوگان پکی وژل شوی وو.

هغه وویل، دغه پیښه دبی باکه سلوک دغټی نمونی یوه برخه ده او شمالی کوریا دآسیا امنیت او سولی ته همداسی تاوان رسوی. ښاغلئ گیټس وايي:

"شمالی کوریا ځینی وخت دیو خوار، غریب او دبین المللی رټلی هیواد په حیث دانتخاب سره مخامخ دی یا نوی گراف اوباسی. له هغه وخت نه راپدی خوا شمالی کوریا خپل ځان له بین المللی ټولنې نه لا نور گوښه کړیدی".

شمالی کوریا په دغه حمله کې دهرډول لاس لرنی نه انکار وکړمگر دتحقیقاتو څو ملتی هیآت دی نتجی ته رسیدلی وچې شمالی کوریا ددغی حملی مسؤله وه.

ښاغلې گیټس دجنوبی کوریا لپاره دامریکا ددوامداری مرستی وعده وکړه او وویل، دجنوبی کوریا دجنگی کشتی دډوبولو په ځواب کې دغه دواړه هیوادونه به گډ نظامی تطبیقات وکړی.

دپنټاگان ماموران وايي، ښائې چې دارنگه نظامی تطبیقات ترهغې پوری ونشی ترڅوچې دا څرگندیږی چې ملگری ملتونه څه اقدام کوی. ښاغلی گیټس وویل، نیت دادی چې پیونگ یانگ ته دا باید څرگنده شی چې تیری به ئې بی له مخنیوی نه پاتی نشی.ښاغلئ گټیزخپلی خبری ته دوام ورکوی او وايي:

"دچونن په نامه دجنگی کشتی له ډوبیدونه راپدی خوا امریکا، دجنوبی کوریا دجمهوریت او نورو ملکونوسره له نژدی نه په تماس کې ده . زما حکومت پدی مشکل وخت کې خپل متحد ته دبشپړ ملاتړ پیشنهاد کړیدی. موږ به دجنوبی کوریاسره گډ نظامی تطبقات وکړو او دملگرو ملتونو په امنیت شورا کې داقدام کولو ملاتړکوو. په عینی وخت کې اضافی امکانات ارزیابی کوو چې دهغوی له مخی شمالی کوریا مسؤله وگڼل شی".

دامریکا ددفاع وزیر په سیمه کې په نورو هیوادونوباندی غږ وکړچې په دسته جمعی توگه په شمالی کوریا باندی فشار راوړی چې خپل جنگی سلوک بدل کړی.

ښاغلی گیټس دامریکا او چین ترمنځ چې دشمالی کوریا کلک متحد دی، دنظامی همکاری نه موجودیت ته هم اشاره وکړه . چین داوباما دحکومت دجنوری دمیاشتی له پریکړی نه وروسته چې په تائیوان باندی دشپږو عشاره څلورمیلیاردو ډالرو په ارزښت وسلی وپلوری،دسټراټیجیکی موضوعاتوپه باره کې همکاری ختم کړه. هغه دوسلو له خرڅلاونه دفاع وکړه چې دا داوږدی مودی پالیسی ده او دسیمی دامنیت لپاره مهم دی.

ښاغلې گیټس زیاتوی:

"دا هرچا ته څرگنده ده چې دروابطو دعادی کیدو نه راپدی خوا څه دپاسه په دیرشو کالو کې دچین سره زموږ په نظامی روابطوکې ځنډ او قطع کیدل به دتائیوال په مقابل کې دامریکا پالیسی بدله نکړی".

ښاغلی گیټس له چین نه وغوښتل چې نظامی همکاری بیرته نوی کړی چې پدی سره غلط فهمی او غلط سنجش کمیږی.

XS
SM
MD
LG