د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: غزې ته د مرستو رسولو لپاره د بندر جوړولو کار تر نیمايي زیات بشپړ شوی


امریکايی مقامات وايي په دغه بندر باندې ۳۲۰ میلیون ډالر لګښت راځي
امریکايی مقامات وايي په دغه بندر باندې ۳۲۰ میلیون ډالر لګښت راځي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (حمل۱۱) اعلان وکړ چې غزې ته د مرستو رسولو د بندر (لنګرګاه) د جوړولو کارونه تر نمایي زیات تکمیل شوي دي.

د دغه بندر جوړول د اپریل په ۲۵ نېټه پیل شول او چارواکي وايي چې په همدې میاشت کې به ترې استفاده پیل شي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس د پنټاګون د ویاند مرستیالې صبرینا سینګ خبریالانو ته وویل: «تر ننه پورې د بندر تر ۵۰ فیصده زیات کارونه بشپړ شوي دي.»

د دغه بندر په جوړولو باندې تقریبا ۳۲۰ میلیون ډالر لګښت راځي. ولسمشر جو بایډن د مارچ په میاشت کې د دغه بندر د جوړولو اعلان وکړ.

اسرائيل د ځمکې له لارې د مرستو انتقال بند کړی او د دغه سمندري بندر له تکمیل وروسته به غزې ته د نویو مرستو انتقال شي.

په غزې کې له شپږو میاشتو راهېسې جګړه روانه ده او بشري وضعیت په کې خراب شوی دی. یو‌ امریکایي مقام ویلي دي چې د غزې ۲.۲ میلیون نفوس له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د حماس ډلې په اسرائيل بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۷۰ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې یرغمل کړل.

اسرائيل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي او په غزې کې د صحې مقاماتو په وینا تر دې دمه څه باندې ۳۴۵۰۰ تنه وژلي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او نور هېوادونه هلې ځلې کوي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وشي چې هم د بشري مرستو انتقال ته لاره پرانیستل شي او هم له حماس سره یرغمل شوي ازاد شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG