د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې او مصر تر مینځ ګډه پوله نن پرانیستل شوه


د غزې او مصر تر مینځ ګډه پوله نن پرانیستل شوه
د غزې او مصر تر مینځ ګډه پوله نن پرانیستل شوه

نن د شنبې په ورځ لومړنی فلسطینی وروسته له هغه د غزې د تړانګي نه مصر ته داخل سو چي د مصر حکومت اعلان وکړ چي ددواړو ملکونو تر منځ سرحد دتل دپاره پرانیزي.

د رفاه سرحد یوازنۍ سرحدي تاڼه ده چی داسرائیلو نه بهر د مصر او غزې تر منځ پرته ده. مصر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د حماس تر واکمنۍ لاندي د غزې څلور کلنه محاصره ددغه سرحد په پرانستلو سره ختموي. په دې اقدام سره به د یو اعشاریه څلور ملیون فلسطینیانو چي په غزه کي ژوند کوي ګوښه توب ختم شي.

په دغه سرحد کي د امریکا غږ یو خبریال وایي چي کله چي دغه سرحد رسما پرانیستل سو، د فلسطین له خوا څو سوه کسه دې ته تیار شوي دي چي مصر ته ورواوړي. هغه وویل چي یوه مسافر د مصر ددې فیصلې له کبله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چي له دینه وروسته به دی د یوه عادي سړي په توگه سفر کولای سي.

XS
SM
MD
LG