د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو غزې ته روانې کښتې ته خبرداری ورکړی


اسراییلو د غزی تړانگی ته د لیبیا یوی ورروانی کښتۍ ته خبردارۍ ورکړئ چی د فلسطین په سیمه کی د سمندری بندیز د ماوتولو خیال ونکړی .

د لیبیا د خیریه مؤسسو کارکونکو ویلی چی دغه کښتۍ به د غزی تړانگی ته خامخا رسوی که څه هم داسی رپوټونه ورکړل شوی چی دا کښتۍ به نژدی د مصر بندر ته وگرځول شی.

دغه کښتۍ شپږ اونۍ وروسته له هغه روانه شوه چی د اسراییلو عسکرو د مرستی رسولو په یوی بلی کښتۍ باندی وژونکی حمله کړی وه چی عملی یی غوښتل د غزی د تړانگی محاصره ماته کړی.

په دی حمله کی د فلسطینیانو نهه تنه طرفداره فعالین ووژل شول چی د نړیوالو غوځه یی راوپاروله.

اسراییل وایی چی دغوی عسکرو یوازی د خپل ځان دفاع کړی او د کښتۍ عملی په هغوی باندی لومړی ډزی کړی وی..

اسراییلی چارواکیو ویلی چی د لیبیا د مرستی رسولو کښتۍ دی خپل بار د مصر په نژدی بندر ال آرش او یا د اسراییلو د اشداد په بندر کی کوز کړی او که هڅه وکړی چی غزی ته ورنژدی شی د اسراییلو د سمندری پوځ سره به مخامخ شی.

XS
SM
MD
LG