د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل: د غزې پر خوا روان د فلسطین کاروان ته اجازه نه ورکوو


اسرایل: د غزې پر خوا روان د فلسطین کاروان ته اجازه نه ورکوو

اسرایل: د غزې پر خوا روان د فلسطین کاروان ته اجازه نه ورکوو

د اسرایلو سمندري قواوو ویلي دي چې دې ته آماده دي چې د فلسطیني طرفداره فعالینو کاروان او دغه راز زر ټنه بشري مواد ودروي او اجازه ورنکړي چې د غزې ټړانګې ته ورسېږي.

تنظیمونکي وايي چې ټاکل شوې دغه قطار د میدیترانې د سمندر د غزې د تړانګې سواحلو ته د ځینو تخنیکو ستونزو سره سره نن د شنبې په ورځ ورسېږي. دغه سواحل د اسرایلو ۳۲ کیلومیتره زون څنګ ته دي.

د غزې په نامه آزاد تحریک ژمنه کړې ده چې په مستقیمه توګه به د غزې د تړانګې فلسطینانو ته مواد ورورسوي. د غزې تړانګه د اسرایلو دخوا د ۲۰۰۷ کال راهیسي کله چې د حماس ډلې ددغې سیمې کنټرول ترلاسه کړ، د اسرایلو تر محاصرې لاندې ده.

د اسو شیټیډ خبري آژانس پرون د جمعې په ورځ ریپوټ ورکړ چې د ۸ کښتیو د جمعې نه اوس هم ۷ یې د غزې پر خوا روانې دي. په داسي حال کې یوه یې د تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوه.

د اسرایلو د باندنیو چارو وزیر اویګدور لیبرمن دغه قطار د اسرایلو د حاکمیت پر ضد، د تاوتریخوالي نه ډک پروپاګند وباله.

پرون د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ښاغلي لیبرمن وویل چې د غزې په تړانګه کې هیڅ بشري بحران نه دی روان او اسرایل به په هیڅ صورت د دې اجازه ورنکړي چې حاکمیت یې تهدید شي.

XS
SM
MD
LG