د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۶زرو پورته شو- د غزې روغتیا وزارت


د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په بریدونو کې ۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په بریدونو کې ۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ ، جنورۍ ۲۶ (سلواغې شپږمه) وویل، چې د غزې په تړانګه کې د‌ څه باندې دریو میاشتو جګړو په ترڅ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶زرو او د ټپیانو شمېر ۶۴۴۰۰ ته لوړ شوی دی.

د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په بریدونو کې ۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د حماس روغتیایی چارواکو وویل، د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ په غزې کې پر هغو فلسطینیانو د برید په اړه تحقیقات کوي، چې د بشردوستانه مرستو د ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو. پدغه برید کې۲۰ کسان ووژل شول او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شول.

همدارنګه په مرکزي غزه کې، د فلسطین روغتیایی چارواکو وویل، چې د شپې مهال د النصیرات د کډوالو په کمپ کې د اسرائیل په هوایی برید کې شپږ تنه ووژل شول.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یو جګپوړي چارواکي توماس وایټ ویلي، د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د ملګرو ملتونو پر روزنیز مرکز د چهارشنبې په برید کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی او تر ۷۵ ډېر ټپیان دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه ادارې په مستقیمه توګه ددغه برید پړه پر اسرائیل وانه چوله، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې یاد روزنیز مرکز د ټانک په ګولیو لګیدلی دی. اسرائیل یوازینی ځواک دی چې د غزې په دويم لوی ښار (خان یونس) کې زغره وال ټانکونه لري. بلخوا د اسرائیل پوځ ویلي چې "اوس مهال به دا خبره سمه نه وي" چې داغه برید د دوی د الوتکې یا ټانکونو لخوا شوی دی، خو د برید په اړه تحقیقات کوي.

داسې هم ويل شوي چې ښايي د ملګرو ملتونو دغه روزنیز مرکز د حماس په راکټ لګېدلې وي.

اسرائیل په غزه کې د حماس پر وړاندې پراخ عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ. په دغه برید کې د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ زیاته ملکي وګړي ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

روانې جګړې غزې ته د بشردوستانه مرستو بهیر له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی. د 'اکشن ایډ' په نوم یو نړیواله خیریه موسسې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې، لوږه د ناورین تر کچې رسیدلې دی.

دغه موسسې په یوې خبرپاڼې کې وویل: " په ټوله سیمه کې قحطي او لوږه روانه ده، په تیره بیا په شمالي سیمو کې چیري چې د مرستو رسول خورا ستونزمن دی، د سختې قحطۍ احتمال ویره شته. "

خبرپاڼه کې راغلي چې د غزې‌ په تړانګه ګې د څښاک پاکې اوبه دومره کمې دي چې د غزې خلک هره ورځ د روغتیا ساتنې په ګډون د خپلو ټولو اړتیاو لپاره یوازې ۱.۵ څخه تر دوو لیټرو اوبو ته لاسرسی لري.

په ورته وخت ملګري ملتونه وايي، د دې ناورین په زیاتېدو سره په سیمه کې هوا سړه شوې ده، چې د ناروغیو وېره یې زیاته کړې ده.

بلخوا، د رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې د خبر په حواله، د امریکا متحدو ایالتونو له اسرائیل سره یو ارتباطي شبکه جوړ کړی ترڅو په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او عامه بنسټونه باندې د بریدونو د انديښنو په اړه خبرې وکړي.

دغه ارتباطي شبکه د دې میاشتې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اسرائیل د جګړې کابینې تر منځ له یوې غونډې وروسته جوړه شوه.

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ د خان یونس په روزنیز مرکز کې د چهارشنبې له برید وروسته، چیرې چې زرګونه بې ځایه شوي فلسطینیان اوسیږي، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د "هراړخیز اقدام" غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل چې د خان یونس وضعیت "د بشردوستانه قانون د بنسټیزو اصولو په ساتلو کې پرله پسې ناکامي" ښیي.

وایټ وویل: "په خان یونس کې پر ملکي تاسیساتو دوامداره بریدونه په بشپړ ډول د منلو وړ ندي او باید سمدستي ودرول شي."

امریکا چې د حماس پر ضد په جګړه کې د اسرائیل مهم متحد بلل کېږي، پر یاد روزنیز مرکز برید یې غندلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت لخوا د مرګ ژوبلې وروستی خبر پداسې حال کې خپریږي، چې د امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو په وار وار ويلي چې د اسرائیل او فلسطین، دوه دولتونو حلاره د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لار ده، خو اسرائيل د فلسطينيانو لپاره د يوه خپلواک دولت جوړول رد کړي دي.

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو، د جنورۍ په ۲۰مه وويل، چې د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره يې د ټيلېفوني اړيکې پر مهال په غزه کې د فلسطين د واکمنۍ له رامنځته کیدو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر ويلي، چې له ولسمشر بایډن سره په ټيلېفوني خبرو کې نتنياهو يو ځل بيا د خپل حکومت پر تګلارې ټينګار کړی، چې د حماس له منځه وړلو وروسته بايد اسرائيل د غزې د تړانګې امنيت په لاس کې ولري تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه سيمه نور د اسرائیل لپاره ګواښ نه پیښوي. دا پالیسي د یو دولت د جوړولو لپاره د فلسطینیانو له غوښتنې سره په ټکر کې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG