د لاس رسي وړ اتصالات

جرمن استخبارات کډوالو کې د ترهګرو د نفوذ اندیښنه لري


د جرمني پولیسو په یو جومات او اوو نورو ودانیو چاپه ووهله، ګمان کېده چې په دغو ځایونو کې اسلامي افراطیان اوسېده.
د جرمني پولیسو په یو جومات او اوو نورو ودانیو چاپه ووهله، ګمان کېده چې په دغو ځایونو کې اسلامي افراطیان اوسېده.

د جرمني د کورنیو استخباراتو مشر خبرداری ورکړی چې ښايي اسلامي افراطیان خپلو لیکو ته د هغو کډوالو ځوانانو د ګمارلو هلې ځلې کوي چې، جرمني ته روان دي.

هنز جورج میسن، د سه شنبې په ورځ وویل " لویه اندېښنه دا ده چې په جرمني کې اسلامي افراطیان د بشري مرستو په پلمه، د کډوالو له حالاتو څخه ناوړه ګټه واخلي او هغه خلک جلب او وګماري، چې پناه غواړي".

هغه همدغه راز زیاته کړه " زموږ ځانګړی پام پر هغو ځوانانو دی چې یوازې راغلي او په اسانۍ سره د اسلامي افراطیانو په لومو کې ښکیل کېدی شي".

د رویټرز د خبري اژانس وايي د ښاغلي مېسن له خبرداري څو ساعته مخکې، پولیسو په برلین کې د یو جومات په ګډون د اتو ودانیو تلاشۍ وکړې. ګمان کېږي چې په دغو ځایونو کې هغه اسلامي افراطیان موجودو وو چې، په سوریې کې یې د جنګیالیو ننګه کوي.

د نوموړي دغه خبرداری ښايي په جرمني کې هغه بحث او اختلاف لا پسې زیات کړي چې وايي جرمني باید له ورتلونکو زرګونه کډوالو سره څه ډول چلن وکړي.

ښاغلي مېسن وویل چې په جرمني کې د سخت دریځه سلفي مسلمانانو شمېر اوس ۷۹۰۰ ته رسېدلی، دغه شمېره په تېر جون کې ۷۵۰۰ وه. شاوخوا ۷۴۰ مسلمانان چې په جرمني کې اوسېدل، عراق او سوریې ته تللي چې له اسلامي افراطیانو سره مرسته وکړي، په دغې ډلې کې په هرو پنځو کسانو کې یې یوه ښځه وه.

اوس د هغوی یوه په درېیمه برخه بېرته جرمني ته راستنه شوې او ۱۲۰ نور یې هماغلته وژل شوي دي.

خو له دې هر څه سره سره د جرمني د کورني استخباراتو مشر هنز جورج میسن وايي، تراوسه داسې کوم قوي شواهد او اسناد نشته چې اسلامي افراطیانو دې د کډوالو او مهاجرو منځ ته لاره کړې وي.

XS
SM
MD
LG