د لاس رسي وړ اتصالات

نوي امریکايي پوځي مشر ایران ته خبرداری ورکړی


نوي امریکايي پوځي مشر ایران ته خبرداری ورکړی
نوي امریکايي پوځي مشر ایران ته خبرداری ورکړی

جنرال مارټین ډیمپسې چې جمهوررئیس براک اوباما د امریکا د اردو تر ټولو د لوړ پوړي صاحب منصب په توګه ټاکلی، تهران ته خبرداری ورکړ چې د امریکا هغه عزم او اراده دې بې اهمیته نه بولي چې په عراق کی په امریکایي قواو باندې په حملو کي چې ایران کوم نقش لوبوي، د هغه په مقابل کي به امریکا څه نه وایي.

هغه د امریکا د مشرانو د جرګې یوې کمیټې ته په استماعیه غونډه کې وویل چې دا خبره چی ایران اټومي وسلې جوړوي او له بلي خوا د عراق په جنوب کي پارونکي فعالیتونه کوي، ددې امکانات زیاتوي « چې ایران به شاید د امریکا د پاخه عزم په باب سخته غلطي کوي.»

دغه جنرال پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي د عراق په جنوب کی د ایران له خوا د شیعه ملیشو وسله وال کول به چي په امریکایي قواو باندي حملې کوي، شاید داسي طرح شوي وي چی "د بیروت په شان" د ډله ایزو تلفاتو سبب شي.

هغه په ١٩٨٣ کال کي په لبنان کي د سمندري قواو په بارکونو باندي د ځان مرګو حملې ته اشاره کوله. په دې حمله کي ٢۴١ امریکایي عسکر ووژل سول او ددې سبب شو چي امریکایان د لبنان نه ووځي. (جنرال ډیمپسې ) وویل چي ایران غواړي دې ته ورته پیغام خپور کړي او ووایي چي امریکا یې د عراق نه وایستله.

مارتین ډیمپسي همدارنګه د سنا مجلس د پوځي چارو د کمیټې په وړاندې روان مالي وضعیت ته په پاملرنې سره د اردو د بودجې د کمولو په خاطر خبرداری ورکړ.

ایران کې د پاسداران انقلاب قوماندان د تیلو وزیر شو

د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد د سپاره پاسدران انقلاب ېو قوماندان د تېلو دوزارت لپاره نومولی دی.

ښاغلی احمدی نژاد رستم قاسمی د اېران د تېلو د وزېر په توګه نومولی دی. د ایران د تیلو وزارت د سرپرست وزیر له خوا نه د جون د میاشتی راهیسې اداره کېده.

دامرېکا متحده اېالاتو تېر کال د قاسمی او دهغه د تعمېراتی کمپنی په سر بندېزونه لګولی وو. د قاسمی کمپنی د پوځ لپاره په قرارداد باندی کارونه کوي.

د امرېکا خارجه وزارت وېلی وو چې د قاسمی پر کمپنۍ او د هغه په نورو شریکو کمپنیو باندی ددې لپاره بندېز لګول شویدی چې دوی له اېران سره مرسته کوی چې د ډله ئیزې وژنې وسلی جوړی کړي. خو اېران دا تور ردوي او وايي چې اټومی پروګرام ېې سوله ئیز اهداف لري.

رپوټ وايی پکارده چې قاسمی د پارلېمان له خوانه منظور شي. ښاغلی احمدی نژاد د کال په سر کې خپل ځان د تیلود وزېر په توګه نومولی و. خو هغه د پارلمان له خوا د ګواښ نه وروسته له دې مقام نه ځان ګوښه کړ. پارلمان ګواښ وکړ چې که هغه دا چوکی خوشی نکړي نو محکمی ته به یې راکش کړي.

XS
SM
MD
LG