د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال دوستم :داعش د افغانستان شمالي ولایتونه ګواښي


جنرال دوستم او عطا محمد نور د مزارشریف په ښارکې د نوروز د لمانځلو غونډې ته د وینا وړاندې.
جنرال دوستم او عطا محمد نور د مزارشریف په ښارکې د نوروز د لمانځلو غونډې ته د وینا وړاندې.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مزارشریف کې د نوروز د جشن د لمانځلو یوې غونډې ته په وینا کې د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې په افغانستان کې دې د داعش ګواښ جدي ونیسي.

جنرال عبدالرشید دوستم چې نن د شنبې په ورځ د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې د نوي ۱۳۹۴ کال د جنډې د پورته کولو وروسته خبرې کولې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې نه پوهیږئ چې هغه کوم هیواد دی چې یوه ورځ د طالب په نوم بله ورځ د القاعدې په نوم او دا ځل د داعش په نوم جګړه پیلوي.

جنرال دوستم وویل" یو بل ګواښ زمونږ او ستاسو ملت د افانستان خلک په ځانکړي ډول دلته زمونږ نړیوال دوستان هم ناست دي هغوی دې هم ښه واوري زمونږ ګاونډیان او زمونږ خلک هره ورځ ګواښي هغه تور بیرغونه دي ".

جنرال دوستم وویل چې د داعش پورې مربوط وسلوال د فاریاب، جوزجان، سرپل او نورو شمالي ولایتونو کې د خپلو کورنیو سره ځای په ځای کیږي چې د جنرال دوستم په وینا د افغانستان خلکو ته یو جدي ګواښ دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال په خپله وینا کې په شمالي ولایتونو کې په میشتو قومونو غږ وکړ چې په ګډه دې د دغه ګواښ په وړاندې ودریږي.

همداشان ښاغلي دوستم په افغانستان کې د افغان حکومت د سولې د روانو هڅو یادونه وکړه وویل چې هرکله هم د افغان حکومت او مخالفو وساله والو ډلو ترمنځ خبرې پیل شي د افغانستان خلک به قدم په قدم د دغو خبرو نه باخبره وساتل شي .

جنرال دوستم په خپلو خبرو کې وویل چې ټاکل شوې ده چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ امریکا ته لاړشي.

د نوروز د چشن د پیل دغې غونډې ته د بلخ د ولایت سرپرست عطا محمد نور په خپلو څرکندونو کې چې د دغې غونډې لومړی ویناوال وو، وویل چې په کار نه دي چې د سولې په بدل کې د افغانستان خلک د تیرو دیارلسو کلنو لاس ته راوړنې له لاسه ورکړي.

عطا محمد نور وویل "په دې پړاو کې د نوي دولت تر ټولو مهمه سیاسي کړنه د ملي پخلاینې د بهیر بریالیتوب او د سولې ټینګیدل دي هیله لرم دا بهیر د افغانستان د دولت په نوښت او مشرۍ په شفاف ډول پرمخ لاړ شي د افغانستان خلک او ستر سیاسي ګوندونه چې د قضیې اصلي اړخ جوړوي او همدارنګه مدني ټولنه پرې باخبره وساتل شي ".

د نوروز د لمانځلو په خلاف تبیلغات

د بلخ د ولایت سرپرست په خپلو سرګندونو کې په افغانستان کې د یو شمیر دیني عالمانو هغو څرګندونو ته چې د نوروز لمانځل حرام ګڼي په ځواب کې وویل چې د نوروز لمانځل مذهبي اړخ نه لري.

ښاغلي نور وویل "په دې برخه کې د خپلو ګرانو دیني عالمانو څخه غواړم چې زمونږ په عنعنوي ،ملي، زوړ فرهنګي او سیاسي جشن باندې نیوکې ونه کړي او د وهابیت د تبلغاتو تر اغیزې لاندې لاړ نه شي ".

تیره ورځ د بلخ په ولایت کې یو شمیر دیني عالمانو د نوي کال او نوروز لمانځل حرام ګڼلي وو.

کابل کې د نوروز لمانځل

د بلخ ترڅنګ په کابل کې هم د نوي کال د لمانځلو لپاره د ښار په بیلابیلو برخو کې لویې او وړې غونډې جوړې شوې وې.

د دغو غونډوتر ټولو لویه یې د کابل په جمال مینه کې د سخي په زیارت کې جوړه شوې وه چې په زرګونو ښځو او سړو په کې برخه اخیستې وه.

دغې غونډې ته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق په خپله وینا کې د زابل په ولایت کې د یرغمل شوو ۲۹ هزاره مسافرو په باب وویل چې هغوی روغ رمټ دي او افغان حکومت یې د حلاصون په هڅو بوخت دی.

همداشان حاجي محمد محقق په خپلو خبرو کې چې د ملي یووالي حکومت د یوې نوې کړنلارې له مخې د سولې په مسله کې خپلو ګاونډیانو ته زیات ارزښت ورکوي تر څو د بې اعتمادۍ فضا له منځه یوسي.

د کابل او هرات سربیره د افغانستان په نورو ولایتو کې هم د نوروز او نوي کال د لمانځلو لپاره لويې او وړي غونډې جوړې شوې وې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په جلا پیغامونو کې د افغانستان خلکو ته د ۱۳۹۴ کال د راتللو مبارکي ورکړې ده.

دغه راز د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د نوي کال د بره کیدلو په مناسبت په خپل پیغام کې ټولو افغانانو ته د ۱۳۹۴ کال د رابره کیدلو مبارکي ورکړه ده.

همداشان پخواني جمهوررئیس په خپل پیغام کې د طالبانوڅخه د سولې په بهیر کې د شاملیدلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG