د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رحیمي د کابل نوی امنیه قوماندان وټاکل شو


د کابل پولیس د عملیاتو په وخت
د کابل پولیس د عملیاتو په وخت

ددې اونۍ په سر کې داسې راپورونه ورکړل شول، چې جنرال ظاهر ظاهر د کابل د امنیه قومندان په توګه له خپلې دندې استعفی کړې ده، خو بیا وروسته دا خبر ضد او نقیض شو چې د جنرال ظاهر استعفی نده منل شوې او په خپل ځای پاتې دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې جنرال ظاهر ظاهر د کابل د امنیه قوماندان په توګه له دندې ګوښه او د کورنیو چارو په وزارت کې یوې بلې دندې باندې ګمارل شوی دی.

جنرال ظاهر د کورنیو چارو وزارت له جنائي جرمونو سره د مبارزې عمومي رئیس شوی، او ددغه ریاست پخوانی رئيس سید عبدالغفار سیدزاده بیا د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف د عمومي رئيس په توګه ګمارل شوی دی.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د کابل نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی، چې پخوا د بلخ امنیه قومندان و.

د کورنیو چارو په وزارت کې داسې تبدیلۍ په داسې حال کې کیږي، چې کابل د قوس له لومړۍ تر نهمې د درېیو ترهګریزو حملو شاهد وو، په تېره میاشت کې د کابل په ښار کې څلور ځانمرګي بریدونه شو، تر هغې وړاندې میاشت کې بیا پنځه ځانمرګي شوي دي

XS
SM
MD
LG