د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار برید کې د اماراتو پنځه خیریه کارکوونکي هم وژل شوي


د اماراتو وژل شوي کارکوونکي د بشري مرستو، تعلیم او په پراختیايي چارو کې له افغانانو سره مرستې کولې
د اماراتو وژل شوي کارکوونکي د بشري مرستو، تعلیم او په پراختیايي چارو کې له افغانانو سره مرستې کولې

په کندهار کې د سه شنبې په ورځ ( جنورۍ۷) په شوي برید کې د متحدو عربو اماراتو پنځه خیریه کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د متحدو عربو اماراتو پادشاه شیخ خلیفه زید ال نهیان امر کړی چې د دغو خیریه کارکوونکو په ویر کې باید د اماراتو بېرغ د دریو ورځو لپاره نیم ځوړند وي.

د متحده عربي اماراتو رسمي اژانس وايي دغه پنځه خیریه کارکوونکي د بشري مرستو، تعلیم او په پراختیايي چارو کې له افغانانو سره مرستې کولې.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي وژل شوي کسان د شیخ زید ال نهیان د خیریه ټولنې کارکوونکي وو. د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري وايي ولسمشر د اماراتو د دولت رئیس سره خبرې کړي او په دې اړه یې خواخوږي ورسره کړې ده.

ښاغلي چخانسوري کابل کې خبریالانو ته وویل چې د متحده عربو اماراتو مشر ډاډ ورکړ چې دا پیښه به د دواړو هیوادونو په اړیکو کومه ناوړه اغیزه ونه کړي او دوی به له افغانانو سره خپلو مرستې روانې وساتي.

نور وژل شوي څوک دي

افغان چارواکي وايی چې د کندهار په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي، چې د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د ولایت د بهرنیو اړیکو رئیس، شاه محمد سعید، په امریکا کې د افغانستان د سفارت ډیپلومات، یما قریشي هم په کې شامل دي.

همدغه راز په وژل شویو کې د فاریاب د مشرانو جرګې غړی، سراج الدین صفري، په ولسي جرګې کې د جوزجان استازی، بازمحمد جوزجاني او د متحده عربي اماراتو د سفیر ترجمان عبدالمالک هم شامل دي.

په دغه برید کې ۱۸ تنه نور ژوبل شوي دي. په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي د دغه برید په تور یې شپږ کسان نیولي دي.

یو پلاوی پېښه وڅېړي

ولسمشر غني د خپل ملي امنیت سلاکار د دغې پیښې د ارزولو لپاره کندهار ته استولی دی. چارواکي وايي چاودېدونکي توکي د والي په میلمستون کې دننه تر یو یوې څوکۍ لاندې اېښودل شوي وو.

اخوا د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي چې د برید هدف هغه و.

جنرال عبدالرازق په کندهار کې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو او د حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په مرسته له څه مودې راهیسې د کندهار په نظامي شورا د برید ترسره کولو پلان ترتیب کړی و.

خو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او ادعا یې کړې چې دا برید د افغان حکومت د خپلمنځي شخړو نتیجه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG