د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال آلن د ۲۰۱۴ کال وروسته د آمریکايي ځواکونو د پاته کیدو سپارښتنې کړي


دامریکا ددفاع وزارت وايي د جنرال جان الن په پلان کې دعسکرو د راایستلو پلان شامل ندی. په دغه پلان کې له 2014 م کال نه وروسته دعسکرو د پاتې کیدلو د شمیر وړاندیز شویدی

په افغانستان کې د امریکایې او ناټو قواوو غټ قوماندان جنرال جان الن هغه پلان د امریکا دفاع وزارت ته سپارلی دی چی دهغه له مخې به له 2014 کال نه وروسته په افغانستان کې د شپږو زرو نه نیولې تر شلو زرو پورې امریکایی سر تیري د سلا مشورې یا افغان عسکرو د روزنې د پروگرامونو لپاره پاتې کیږي.

د امریکا دنیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکایي لوړ رتبه پوځي چارواکي له قوله لیکلی دي چې جنرال الن د امریکا دفاع وزارت پنتگان ته درې طرحې وړاندې کړي دي چې په هغوي کې د شپږو زور، لسو زرو او شلو زرو سرتیرو د پاتې کیدو لارې ښودل شوېدي.

دغه هره یوه لاره احتمالی خطرونه هم تشریح کوي. دغه پلان ته له ډېر پخوا راهیسی انتظار کیدی. البته د شپږو زرو عسکرو د پاتې کیدلو په طرحه کې دناکامۍ خطر زیات ښودل شویدی. د لسو زرو عسکرو د پاتې کیدلو خطر منځکوره دی او که شل زره عسکر پاتې شی نو د ناکامۍ او ستونزو خطر به یې بیخی کم وي.

د پنټاگان د مطبوعاتو چارواکي جورج لیټل له دینه انکار وکړچې دهغو عسکرو شمیر څرگند کړی چې جنرال جان الن یې وړاندیز کړی دی. خو دامریکا دنیویارک ټایمز ورځپاڼې ددفاع وزارت د یوه غټ چارواکي له قوله چی نوم یې نه اخلي لیکلي دي چې دعسکرو شمیر به د شپږو او شل زرو ترمنځ وي.


خو سره له دې هم پنټاگان له دینه انکار کړی دی چې د عسکرو شمیر او یا سپارښتنې څرگندې کړي. د امریکا ددفاع وزارت نطاق وویل هغه شمیر چې له 2014 م کال نه وروسته هرڅومره وي ، هغه به په افغانستان کې د یوه دوامداره حضور په معنی وي او دا فیصله به ډیره ژر وسي، په دې کې به افغان انډېوال هېواد سره هم له نیژدې نه سلا مشوره وسي.
جورج لیټل وویل چې دامریکا له خوا نه به دافیصله ولسمشر براک اوباما وکړي. او موږدې ته سترگې په لار یو چې ولسمشر حامد کرزی بلی اونۍ ته واشنگټن ته راسي.

نور تفصیل:
جورج لیټل دامریکا ددفاع وزارت نطاق وویل چې د جنرال جان الن ځای به د فبرورۍ په مېاشت کې جنرال جوزیف ډنفورډ ونیسي؛ جنرال جوزیف ډنفورډ د امرېکا د سنا له خوا نه ددغې مهمې چوکۍ لپاره تائید سوی دی.
ښاغلی لیټل وویل چې د جنرال جان الن تبدیلي له هغو تحقېقاتو سره هیڅ تړاو نه لري چې د جنرال ډیویډ پیټیرییس ، جیل کلي او پاله براډویل د بریښنا لیکو نو په برخه کې روان دي. هغه وویل چې دامریکا د دفاع وزارت هروخت په افغانستان کې خپل قوماندانان بدل کړي دي
XS
SM
MD
LG