د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان کې د جنرال دوستم د ساتونکو پر کاروان برید وشو


په تیر یوکال کې دوهم ځل دی چې په جوزجان ولایت کې وسله وال طالبان د جنرال دوستم د موټرو کاروان په نښه کوي.
په تیر یوکال کې دوهم ځل دی چې په جوزجان ولایت کې وسله وال طالبان د جنرال دوستم د موټرو کاروان په نښه کوي.

د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تر ماښام په دغه ولایت کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو په کاروان چې هغه په کې نه وو برید کړی دی.

د جوزجان ولایت امنیتي مسؤولین وايي، چې وسله‌والو طالبانو تیره ورځ ماښام د دغه ولایت په دشت لیلي سیمه کې د جنرال دوستم د ساتونکو د موټرو د کاروان مخې ته کمین نیولی وو.

د جوزجان د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني امریکا غږ ته وویل، کله چې د جنرال دوستم د ساتونکو کاروان د دو کوه له ولسوالۍ څخه د شبرغان د ښار په لور روان وو، د دشت لیلي په سیمه کې ورباندې وسله‌والو طالبانو برید وکړ.

هغه وویل، چې په دغه کاروان کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم حضور نه درلود.

د ترکستاني پر وینا، په دغه برید کې د ملا غوث‌الدین په نوم د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی، خو د جنرال دوستم ساتونکو ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د جوزجان د امنیې قوماندان زیاته کړه، د دغه برید موخه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د ځانګړي ګارډ قوماندان عبدالستار قاسمي وو، چې له برید څخه روغ رمټ وتلی دی.

لا تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دغه برید او په کې د هغوی د یو قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تیرکال هم وسله‌والو طالبانو په همدې مسیر کې د جنرال دوستم پر کاروان برید کړی وو.

له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي د ګوند مشر جنرال دوستم د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ځپلو لپاره څو ځلې د پوځي عملیاتو مشري کړې ده.

XS
SM
MD
LG