د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې خلک د پولیو عامه پوهاي کې مرسته کوي


حاجي زرامين د خوست د يوې لرې پرتې سيمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، پر دې پوهېدلی، چې واکسين د پوليو يا په ماشومانو کې د فلج د ويروسي ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله ده.

حاجي زرامين له خلکو وغوښتل، چې د سالمې روغتيا لپاره خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کړي. د ده په نظر د پوليو په له منځه وړلو کې عام خلک هم له خپله اړخه پوره مسووليت او مکلفيت لري.

” ډېر خلک يې په ګټه پوهېدلي او ماشومان واکسينوي. خو بيا هم خلکو ته مې پيغام دا دی، چې هيڅ ماشوم له واکسين پاتې نشي. واکسين ماشومان له دايمي فلج څخه ژغوري‟.

د دې ولايت د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي سلام بيا امريکاغږ ته وويل، چې واکسينو ته د خلکو پوره توجه راګرځېدلې. هغه زياته کړه، چې د دمګري او زيارت ځای ورو، ورو واکسين نيسي.

” زموږ په سيمه کې خلک له واکسين ډېرې ښې خاطرې لري او واکسين ماشومانو ته ورکوي. مخکې به چې ماشوم فلج شو، نو زيارت ته به يې يوړ، خو اوس د خلکو توجه واکسين ته راګرځېدلې ده‟.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ځينو نورو سيمو ترڅنګ د جنوب ختيځو ولايتونو په اوو ولسواليو کې ۱۲۰ زره ماشومانو ته د پوليوضد واکسين د تطبيق درې ورځنی کمپاين عملاً روان دی.

په جنوب ختيځ کې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسوول ډاکټر علي احمد حليم امريکاغږ ته وويل، چې درې ولسوالۍ د خوست، دوې د پکتيا، يوه د غزني او يوه د پکتيکا ولايت پورې مربوط دي.

” دا اووه ولسوالۍ په تېرو پنځلسو کلونو کې د پوليو مثبتو پېښو لرونکې وې. په تېرو پنځلسو کلونو کې دغو ولسواليو کې ۱۲ مثبتې ثبت شوې وې، چې څلور يې په ۲۰۱۴ کال کې وې‟.

مولوي محمد داود وقفي يو ديني عالم دی. هغه د سالمې روغتيا لپاره ماشومانو ته د پوليو د واکسين ورکړه اسلامي رسالت بولي.

”يو له هغو څخه چې د اسلام دين پرې ټينګار کړی، هغه تداوي او وقايه ده. د پوليو واکسين هم علاج دی او هم وقايه ده. دا د اسلام له نظره پوره جايز او روا عمل دی. خلک بايد ماشومان واکسين کړي‟.

که څه هم په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې په جنوب ختيځو ولايتونو کې د پوليو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو روغتيايي مسوولين وايي، چې اوس هم دغه سيمه د پوليو د ويروس له خطره خوندي نه ده.

XS
SM
MD
LG