د لاس رسي وړ اتصالات

د انیس امري په اړه معلومات، سل زره ډالره انعام لري


د برلین د پیښې په اړه انیس امري مشکوک بریدکوونکی ګڼل شوی دی

د جرمني جګپوړو امنیتي مقاماتو د پنجشنبې (دسمبر۲۲) په ورځ وویل چې په برلین کې د کرسمس په بازار په ټکر شوې لارۍ کې یي د مشکوک تونسي انیس امري د ګوتو نښې موندلي دي چې پدې پیښه کې د هغې لاس لرلو امکان ډيروي.

مسؤل مامورین د چهارشنبې د ورځې راهیسې په ټوله اروپا کې پدې لټه کې دي که څلورویشت کلن مشکوک انیس امري پیدا کړي.

په برلین کې د کرسمس بازار چې د لارۍ د ټکر له امله بلکل وران شوې و، بیرته پرانستل شو، خو دا ځل د ښار د سکون په هدف ورته سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

په برلین کې د کرسمس بازار کې د پيښې ساحه

په برلین کې د کرسمس بازار کې د پيښې ساحه

د برلین د برید په تړاو چې مسوولیت یی داعش په غاړه اخیستی دی، اوس په مشکوک انیس پسی په نړۍ واله کچه او په خاصه توگه په اروپا کې لټون روان دی او د جرمني د څارنوالۍ دفتر د هغه د نیولو په مقصد د معلوماتو دپاره 104 زره ډالر انعام اېښی دی.

پدې په متحده ایالاتو کې منتخب جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې خبریالانو ته وویل چی په برلین کې وژونکی برید او په ترکیه کې د روسیې د سفیر وژل کیدل دا ثابتوي چی دده خبره په سلو کې سل رېښتیا وه. ټرمپ وویل دا پر بشریت باندې برید دی او باید مخه یي ونیول شي.

ټرمپ په خپله انتخاباتي دوره کې په دې ټینگار کړې و چی د ټولو مسلمانانو د مهاجرت مسله ترهغه وخت پورې وځنډول شي څو چې د تفتیش یو ډیر پوخ سیستم نه وي رامنځ ته شوی.

دا هغه خبره ده چې په برلین کې هم د چچهارشنبې په ورځ د ښي اړخ مظآهره چیانو ددې برید پړه د حکومت د مهاجرت پرپالیسیو اچوله.

خو په برلین کې د جرمنیانو یوې سترې ډلې له مهاجرینو سره د ټکر په ځاې کې د یووالی څرگندونه وکړله او د ا شعار ېې ورکاوه چې برلین د ترهگرۍ په وړاندې متحد دی او تاسې موږ نشئ جلا کولې.

د جرمني امنیتي ادارو د مشکوک د لټون په ترڅ کې په انیس امري د برلین د برید د مهم مشکوک گمان کړې دی. د امري د پناه اخستو غوښتنلیک د جولای په میاشت کې رد شوی و.

په انیس باندې ګمان کیږي چې د لارۍ پولنډی موټروان به یي وژلی او ترهغې وروسته به یي په موټرخلک وهلي او شاوخوا دوکانونه وران کړې اوسي. د جرمني د پارلمان یو غړي ستیفن مایر وویل دا د هغه انسان په اړه خبره ده چی خطر ناک گڼل شوی دی او امنیتی ادارو ته معلومه وه چی انیس امري د سلفي مسلمانانو له یوې ډلې سره تړاو لري.

بلخوا د مشکوک بریدکوونکي یو ورور آنیس امري نه وغوښتل چې پولیسو ته تسلیم شي. د انیس امري فامیل د مرکزي تونس له یوه کلي (اوېسلاتیه) نه د رسنیو سره خبرې وکړې.

ګڼ شمیر جرمنانو د پیښې په سبا د قربانیانو په یاد شمعې بلې کړې

ګڼ شمیر جرمنانو د پیښې په سبا د قربانیانو په یاد شمعې بلې کړې

د انیس ورور عبدالقادر امري وايی دوئ د خپل ورور په لاس د داسی عمل په ترسره کولو سره سخت حیران شوي دي او وایي چې کله پولیس راغلل او مور ېې ورته بوتلله نو پوه شولو چی دا کار یي ورور (انیس) کړې دی. د مشکوک انیس امری بل ورور ولید امري نومیږي او هغه هم د تلویزیون په پرده وویل که انیس یي ویني نو دومره ورته وایي چی په دې عمل یي ملامتوي.

انیس امری به شپاړس - ولس کلن و چی په غلا تورن شو، او مخکې له دېنه چې ایټالیا ته وتښتي، انیس په غیابي محاکمه کې په پنځه کاله بند محکوم شوی و. د برلین په برید کې دولس تنه مړه شوو او اته څلویښت نور زخمي شوي دي. په زخمیانو کې د دولس تنو وضعیت ډیر خراب دی.

XS
SM
MD
LG