د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني پر حجاب بندیز لگوي


دا قانون چې پر عسکرو، عامه مامورینو او قاضیانو باندې د تطبیق وړ دی، باید د جرمني د سنا مجلس یې هم تصویب کړي
دا قانون چې پر عسکرو، عامه مامورینو او قاضیانو باندې د تطبیق وړ دی، باید د جرمني د سنا مجلس یې هم تصویب کړي

د جرمني پارلمان د پنجشنبې په ورځ د حکومت په هغې وړاندیز شوې لایحې موافقه وکړه چې ملکي مامورین، قاضیان او عسکر دې د وظیفې په وخت حجاب نه کوي.

دغه حرکت وروسته له هغې پیل شو چې د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل په تیر دسامبر کې وویل چې که "قانون اجازه ورکوي" نو اسلامي حجاب چې د سر او مخ په گډون ټول بدن په کې پوښل کیږي، دې منع شي.

دغه لایحه تیر کال د آغلې مرکل د محافظه کارو امنیتي چارواکو له خوا وړاندیز شوی وه. دوی استدلال کوي چې د بورقې او د حجاب د نورو ډولونو نه استفاده چې مخ په کې پټیږي، په عامه ښوونځیو، محاکمو او نورو ځایونو کې د عامه مامورینو بیطرفي له خطر سره مخامخ کوي او په زیاتو مواردو کې دا مهه ده چې ددغو کسانو هویت پوره څرگند وي.

دا قانون چې پر عسکرو، عامه مامورینو او قاضیانو باندې د تطبیق وړ دی، باید د جرمني د سنا مجلس یې هم تصویب کړي.

له بلې خوا هغوی چې ددغه لایحې سره مخالف دي وایي دا یواځې یو سمبولیک کار دی او د هغوی په وینا تقریباً هیڅ داسې ملکي مامور نشته چې له حجاب نه استفاده وکړي.

د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل حکومت دغه کار په داسې حال کې کوي چې پنځه میاشتې فدرالي انتخاباتو ته پاته دي او د آغلې مرکل مسیحي دموکرات گوند د مهاجرینو ضد "د جرمني لپاره بدیل" گوند په وړاندې تر یوه حده خپل محبوبیت بایللی دی.

د جرمني لپاره بدیل گوند د مهاجرینو د کړکیچ په ترڅ کې رامنځ ته شوی او د آغلې مرکل په مهاجر پلوه سیاستونو باندې انتقاد کوي. په تیرو دوو کلونو کې څه دپاسه یو میلیون نوي مهاجر جرمني ته رسیدلي چې اکثریت یې مسلمانان او په عمومي توگه د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي دي.

د جرمني په ټولنه کې ددغو مهاجرینو د ادغام په اړه پراخې اندیښنې موجودې دي او د جرمني د کورینو چارو وزیر توماس دیمیزیر وایي چې په ټولنه کې ادغام په دې معنی هم دی چې مونږ باید په ډاگه کړو چې د نورو کلتورونو په وړاندې زمونږ د زغم اندازه څومره ده.

د جرمني د بایرن ایالت چې د آغلې مرکل د مسیحي دموکرات محافظه کار گوند نژدې متحد گوند مسیحي سوسیال یونین، په کې واکمن دی د فبرورۍ په میاشت کې وویل چې غواړي په ښوونځیو، پوهنتونونو، حکومتي ادارو او د انتخاباتو په مرکزونو کې حجاب بند کړي.

XS
SM
MD
LG